بېلابېلې لیکنېلیکنې

عُنوان او مُعَنوَن:

د هرې ليکنې او بحث سرليک ته عنوان ويل کېږي او معنون د ليکنې محتوی او مقصودي بحث ته ويل کېږي.
عادت داسې وي چې په عنوان کې د معنون لوري ته اشاره وي خو اصلي هدف معنون وي او دا مهمه نه ده چې عنوان بايد د معنون له بحثه مهم رکن او جزء وي ځکه چې عنوان تل داسې شی انتخابېږي چې زړه راښکونکی او جالب وي تر څو مخکې تر لوستلو ليکنې ته د لوستونکو پام ځان ته را واړوي او د ليکنې لوستلو ته د خلکو شوق را جلب کړي.
ځينې وختونه د اوږدې ليکنې لپاره جالب عنوان غوره کېږي ترڅو ليکنه جالبه ښکاره شي او لوستونکي يې په لوستلو ستړي نه شي او ځينې وختونه د جالب عنوان لپاره اوږده ليکنه کېږي تر څو لوستونکي عنوان ومني چې په دې صورت کې نو بيا اصلي هدف عنوان دی معنون هسې د يوې آلې په صفت راغلی وي.
د هرې ليکنې لوستونکی بايد عنوان او معنون او د هغو څخه هدفونه وپېژني او د ليکوال په هدف ځان پوه کړي تر څو له ليکنې غلط برداشت ونه کړي، لوستونکي بايد عنوان پر معنون باندې په تمامه معنی دال و نه بولي او يو پر بل يې سره قياس نه کړي لکه د انسان ظاهري بڼه چې په تمامه معنی د باطن ښکارندويي نه کوي په ليکنې کې عنوان او معنون هم داسې دي.
که انسانانو ته ځير شو، تاريخونه او عادتونه يې مطالعه کړو دا به راته ثابته شي چې د انسان ظاهري ښه هېڅ وخت دده پر باطني ښه باندې دلالت نه کوي ځکه منافقين په ظاهره ډېر ښه برابر و؛ لباس يې هم برابر و، قيافه او شکل يې هم برابر و او خبرې يې هم ډېرې ښې او پستې وې خو په باطن کې ډېر سر سخته کافران وه ځکه نو هېڅوخت بايد موږ د يو چا باطن پر ظاهر باندې قياس نه کړو، البته ظاهري عقيدوي فساد د باطني فساد ښکارندويي کوي او له مخې يې شرعاً فيصله کېدای شي خو ظاهري غير عقيدوي ناسموالی هېڅ وخت د باطني حالت تعبير نه کوي لکه ظاهري سموالی چې پر باطني سموالي باندي دلالت نه کوي.
البته باطني اصلاح او فساد د ظاهري اصلاح او فساد لپاره سبب جوړېدای شي لکه په حديث شريف کې چې د زړه په باره کې راځي. يعنې چې کله زړه اصلاح شي بدن هم ورسره اصلاح کېږي او که زړه فاسد شي بدن هم ورسره فاسد کېږي خو ظاهري اصلاح د باطني اصلاح لپاره دليل نه شي جوړېدای ځکه په باره کې د منافقينو الله تعالی فرمايي [البقرة8] ژباړه: ځينې خلک وايي موږ پر الله او ورځې د آخرت ايمان راوړی دی په داسې حال کې چې دوی مؤمنان نه دي. يعنې په ظاهره ځانونه مؤمنان معرفي کوي خو په باطن او اصل کې مؤمنان نه دي.
زموږ په زمانه کې که څه هم د عقيدوي منافق پېژندل ګران کار دی خو ځينې خلک د منافقينو کړنې تر سره کوي ځکه نو د چا په ظاهري ښايست، ظاهري کارونو او ظاهري وينا مه خطا وځئ البته ددې معنی داسې نه ده چې سړی به پر مسلمان بد ګمانه کېږي ځکه پر مسلمان باندې نيک کماني اصل دی په دې خاطر بايد هر مسلمان پر بل مسلمان باندې ښه ګمان ولري مګر دا چې دده څخه يې بد کار ليدلی وي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *