شعرونه

غزل

منصور
یو بل ته ورکړئ د اخلاص او د وحدت لاســـــونه
د اتفــــــــــاق او اتحاد د اخــــوّت لاســــــــونه
له مینځه و باســـــئ د کـــــــرکې او نفرت لاسونه
پرګنو مات کـــــــړئ د پردو د شرارت لاســـــــونه
نور د ملــــــت په زړه کې تُخم د الفت وکـــــــرئ
بس دی نور ټول کـــــړئ د کینې او عداوت لاسونه
دلــــته تاجک دي ، که اوزبک ، که هــــزاره قومونه
سره پیوند کـــــــــړئ دا پاشلي د قومــــیت لاسونه
څوک چې د دې خاورې بچی وي که د هر قشر وي
هغه ته ښايي چې کړي پورې په خدمــــــت لاسونه
در لره بویه ای د وخــــــت حاکمه ! ښــه یې واوره
ولس په ســـــر غواړي د مینې شــــفقت لاســـونه
ملتــــــــــــه پام که مو په دغه نــظام کبر وکــــــــړ
درنه چاپېر به شي د ظلم او ذلــــــــــت لاســــــونه
که مـــــــو ځـــــــانونه لۀ غرور او غدر ؤ نۀ ژغورل
منصــــور درمــــــانه! بیا به مروړئ پۀ قیامت لاسونه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *