ادبشعرونه

غزل

حنیفه زاهـــد

پټ مي په زړه کي ارمانونه د غوټۍ په څېر دي
پر هره پاڼه یې یادونه د غوټۍ په څېر دي
د زړه له درده چیغې نه وهم خاموشه شمه
رب مي راکړي عادتونه د غوټۍ په څېر دي
کړې دعاء مي اوس قبوله که قبوله نشوه
راڅخه پټ مي درخواستونه د غوټۍ په څېردي
مدهامتان. دي که.افنان. دي وایم څنګه به وي
دا موعود شوي جنتونه د غوټۍ په څېردي
د چا گوګل کي یې ورکړي کاڼي کاڼي زړونه
د چا نقشونه نري زړونه د غوټۍ په څېردي
وکاڼو زړونو ته د حق خبره څنګه ورشي
را نازل شوي کتابونه د غوټۍ په څېر دي
چا راته وویل مفهوم یې سم لیدلی نشم
ما ویل زما ځیني بیتونه د غوټۍ په څېردي
زاهد اخیر به لکه ګل په پاڼه پاڼه توی شي
نن لا راټول یې ښائستونه د غوټۍ په څېردي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close