ادبشعرونه

غزل

شپې رڼوه آن تر سهاره ته همداسې ښه یې
د زړګي درده نا قراره ته همداسې ښه یې
که چېرته ته نه یې کېدایشي جانانه هم هېر کړمه
زما په زړه د غم امباره ته همداسې ښه یې
لکه شبنم د ګل د شونډو په سرونو باندې
د یار په سترګو کې خماره ته همداسې ښه یې
په رقيبانو باندې سمه دنیاګۍ ورانوي
د جانان ړنګ و بنګ دستاره ته همداسې ښه یې
ما هم د ستا ناز او نخرو ته غاړه کښېنښوده
د ژوندانه بدرنګه ښاره ته همداسې ښه یې
مغروره سر دې د هېچا پښو ته را ښکته مه شه
لا سر بلند اوسې چناره ته همداسې ښه یې
په مینتوب کې دې نیمی خوشحالي بایلودله
زما ( ملا عاکفه ) یاره ته همداسې ښه یې

عاکف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *