ادبشعرونه

غزل

د عمرونو باور وباسي له منځه
د تنديو ترمنځ تېره مه شه ګونځه
بینا عقل به په خپله کینه ړوند کړې
د عقدو قيدي! ازاد شه، مه مې ښکنځه!
د وطن د لیلا څڼې گډې وډې
د مجنون پنجه دې خدای کړی ورته ږمنځه
مينه څه ده؟ د فرهاد د لاس تڼاکه
دنيا څه ده؟ د قارون د لاسو ښنځه
چې د څانګو موسیقۍ ته یې ویده شم
ددې ښار ونو کې نشته د غره لمنځه
مبتلا چې په دې رنځ شي صحت یاب شي
مه شه روغ انسه څوک د عشق له رنځه

انس حقاني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close