شعرونه

غزل

خویندې د تهذیب دي نورد مور په ورور زهیرې شي
پرېږده چې دا ټوله دنیا ږیرې، ږیرې، ږیرې شي
موږه چې پګړۍ د سړیتوب له سره ښکته کړې
ستاسو لوپټه نرمه ټوټه ده، ژر به څیرې شي
خوند یې پاتې نه وي چې پرده له رازه پورته وي
غوږ کې ورته وایه دا صغیرې چې کبیرې شي
چیرته دی مقام د مورولۍ کبریایي زانګو
جال د ترقۍ کې دی اټکل چې به اسیرې شي
کله به محمود او احمدشاه ورکره وزیږي
ویاړ به د تاریخ کله غرغښتې یا وزیرې شي
مینه ښکلا کله بازاري دي ځانته حد لري
لږ دې استدلال ته د کمال مېرمنې ځیرې شي
زنګ په حرص لړلې آینه ده د رنځور انسان
پاک به د قرآن په کوثر دا د مودو خیرې شي
خیر دی که بوګنېږي د ناګار له شوخ قلم ځینې
دا د خوبولې نړۍ لوڼه دې شوګیرې شي

استاد فضل ولي ناګار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close