شعرونه

غزل

پر ما د هر ستم نظر دی زه یواځې یمه
په سر مې بار د رواج غر دی زه یواځې یمه
اوس زه همیش سر په ځنګون چېرته په کونج کې ناسته
ته هم شهید ، ماشوم هم ستر دی زه یواځې یمه
ډیوې هم غلې سترګې پټې کړې شپه ډیره پاتې
لا ورک نښان خو د سهر دی زه یواځې یمه
اناهیتا بیا هم ولاړه لکه پرخه پکې
رانه چاپیر د غم لښکر دی زه یواځې یمه
مشواڼۍ وچه ، لاس مې مات تر غاړې ستا په رومال
د ټپو خیال هم مرور دی زه یواځې یمه

بلينده بدرۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close