ادبشعرونه

غزل

د خلکو د مخونو په رنګونو تیر وتلو

نسیم منصور

د خلکو د مخونو په رنګونو تیر وتلو

باور کړو بې باوره په خپل ځان باور دي کیږي

بې وسه به ضرور یو خو بې کسه دومره نه یؤ

لرو لا د ښې بدې څو یاران باور دي کیږي

ولاکه پرې مونږ غوږ هم ګَرَوو دوی دِ اخته وي

په مونږ ټول اِلزامونه دي بُهتان باور دي کیږي

زما د شهید شوي ورور آرمان که پوره شوی

خو نه شتون یې بیخي دی مَړه ګران باور دي کیږي

ژړلي مې پوره پوره ماښام له کلي ورَکه

یادونه دي ساتم زړه کې پرېمان باور دي کیږي

نسیم منصوره! ژوند لکه ویجاړه هدیره کې

یو مونږ لکه مات شوي بیرغان باور دي کیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close