شعرونه

غزل

د امت پاره ګــــــریوان غواړي تڼۍ د اتفـــاق ور په زړه کړه د نیکونو ها هیر کړي ټول اسباق

کامران

د امت پاره ګــــــریوان غواړي تڼۍ د اتفـــاق
ور په زړه کړه د نیکونو ها هیر کړي ټول اسباق
موږ د حال د کتاب پاڼو کې پېچلی عبارت یو
ته توفیق د عبرت راکړې، له سیاق او له سـباق
ته معراج د مسلمان ته مقدس جومات بیا ورکړه
راهنما یې جــــــبرائیل کړه، قدمـــــونه یې براق
بدن ستړی ستونی وچ دی، څاڅکي غواړو غنم غواړو
ستا په لاس کې دي څښتنه، ټولې تلــــــې د ارزاق
موږ له ځانه یو ورک شوي، د اهواء په مجلسو کې
ته لذت د وصال راکــــــــړه، په شېبو کې د فراق
که سرخـــــــي د شفقو ده، که رڼا د ســــهارونو
کړه څــــــراغ زموږ د لارې، ایاتــــــونه د آفـــاق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close