افغانستاناقتصاد او رغونه

غزني: د تیر کال په پرتله، د مستوفیت عواید ۲۰ سلنه زیات شوي

شریعت: د غزني مستوفیت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مستوفیت په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

شریعت: د غزني مستوفیت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مستوفیت په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د غزني د مستوفیت رئیس مولوي ضیاءالحق عثمان د دغه ادارې د کلني راپور ورکونې په غونډه کې وویل: په داسې حال کې چې مالیې وزارت د اصنافو مالیات له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکم کړي خو لا هم د دغه ادارې عواید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
د غزني مستوفي مولوي ضیاءالحق عثمان وویل، چې سږ کال مالیې وزارت د غزني مستوفیت ته ۴۸۹ میلیون افغانۍ عواید ټارګیټ ټاکلي وو، خو دوی له حمل میاشتې تر اوسه ۲۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي او امکان لري چې دا ارقام لاهم لوړ شي.
مولوي عثمان وایي، چې د عوایدو د زیاتوالي لامل په شفاف ډول د عواید راټولول او د فساد مخنیوی بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *