افغانستان

غزني کې لومړنی تاریخي جومات رغول کیږي

شریعت: د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار چې یو شمېر نورې مسوولین یې هم ملتیا کوله د ملسمانانو له لومړني جومات، چې په دغه ولایت کې د صحابه کرامو په وخت کې جوړ شوی لیدنه وکړه.

شریعت: د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار چې یو شمېر نورې مسوولین یې هم ملتیا کوله د ملسمانانو له لومړني جومات، چې په دغه ولایت کې د صحابه کرامو په وخت کې جوړ شوی لیدنه وکړه.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حمیدالله نثار د دغه جومات د لیدنې پرمهال وویل، چې د دغه جومات لومړنۍ سروې او ارزونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سره شریک شوې او په پام کې ده، چې دغه تاریخي جومات په راتلوونکي کال کې په اساسي توګه بیا ورغول شي.

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په سږني ژمي کې د دغه جومات د نړېډو د مخنیوي لپاره لومړنۍ کړنې ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *