روغتیا

غزني کې ۵۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

شریعت: د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولینو وايي، چې په دغه ولایت کې یې تېر کال ۵۴ نوي روغتیایي

شریعت: د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولینو وايي، چې په دغه ولایت کې یې تېر کال ۵۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري وویل، چې دوی له تېر کال را په دېخوا په غزني کې ۵۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
ډاکټر نظري زیاته کړه، چې یاد روغتیایي مرکزونه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوي، چې خلکو یې روغتیایي آسانتیاوو ته لارسرسی نه درلود.
د غزني د عامې روغتیا رئیس وویل، چې اوسهمال د دغه ولایت په ۱۹۶ روغتیایي مرکزونو کې ۱۵۸۲ ډاکټران او روغتیایي مسلکي کارکوونکي ولس ته روغتیایي خدمتونو وړاندې
کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *