دینې لیکنېلیکنې

غوره اخلاق د انساني ژوند بنسټ جوړوي

مسلمانانو وروڼو او د الله پاک رښتينو بنده ګانو! له شک پرته غوره اخلاق د انساني ژوند بنسټ جوړوي، پردې اساس د انساني ټولنې هر وگړي ته ښايي چې په هراړخيزه توگه ځان د غوره او ښو اخلاقو پر گاڼه سمبال کړي، لکه څنگه چې د اسلام ستر پيغمبر جناب حضرت محمد (ص) د لوړو او سپېڅلو اخلاقو خاوند و او د هغه جناب د اخلاقو په اړه قرانکريم فرمايي:
ژباړه: ای پيغمبره! يقيناً ته د لوړو اخلاقو درلودونکی يې. بناءً موږ چې د هغه ستر پيغمبر امتيان يو بايد تل د هغه په نقش قدم کېږدو او د هغه د لوړو او سپېڅلو اخلاقو پيروي وکړو، اخلاق په انساني نفس که هغه فطري قوه ده چې په ډېرې اسانۍ سره ښه يا بد عملونه ورڅخه صادرېږي که ښه عملونه ورڅخه صادر شي د ښو اخلاقو او که بد عملونه ور څخه صادر شي د بد خوی په نامه يادېږي، لکه څنگه چې د حضرت محمد(ص) په يوه حديث شريف کې گناهونو ته ناوړه اخلاق يا بدخويي ويل شوې او ورڅخه معلومېږي چې د انسان په فطرت کې دا توان شته چې ښه يا بد عملونه وکړي. اسلامي شريعت دا څرگنده کړې چې د اسلامي فرايضو ادا کول او له گناهونو ځان ساتل انسان په ښو خويونو عادتوي، همداراز له الله تعالی څه وېره لرل د ښو خويونو اساس گڼل شوی،نو د يوه مسلمان غوره او ښه اخلاق دا دي چې له الله تعالی وېره ولري د هغه احکامو پيروي وکړي او له گناهونو په ځان ساتنه بريالی شي . ښه خويونه لکه حلم، تواضح، صله رحمي، د مسئوليت احساس، محبت، شجاعت، سخاوت او نور په کې وده کوي او شخصيت يې له بدو خويونو لکه: کينه، دښمني، بخل، غيبت، خيانت، حرص او داسې نورو خوندي پاتې کېږي، همدا شان موږ د نړۍ ټول مسلمانان دنده لرو چې په الله تعالی ايمان ولرو او د ايمان هدف مو دادی چې بايد زموږ زړونه يوازې په يوه الله تعالی پورې تړلي وي او اراده او عمل مو د الله تعالی له امرونو سره موافق وي، همداراز په ټولو عبادتونو کې زموږ د زړه د پاکوالي اثر پروت دی د مثال په توگه لمونځ له الله تعالی نه د ويرې خوی په موږ کې زياتوي، دغه راز موږ له بدو او بې حيا کارونو مو منع کوي، همد اشان له اخلاقي ناروغتياوو لکه: کبر، بخل، حرص، حسد، خيانت او داسې نورو څخه مو زړونه پاک او خوندي وي، په يوه حديث شريف کې راغلي دي(په بدن کې د غوښې يوه ټوټه ده که هغه اصلاح شي نو ټول بدن به اصلاح وي اوکه فاسده شي نو ټول بدن ورڅخه فاسدېږي او دا ټوټه زړه دی) نو بايد زړونه او ذهنونو موله بدو فکرونو او خويونو پاک وي تر هغوچې مو عملونه اصلاح شي. همدا شان د ټولنې د غړيو حقوق هم د څېړونکو له نظره په دوو ډولونو وېشل شوي چې په لاندې توگه يې يادونه کوو:
الف: د مسلمانانو حقوق.
ب: د ټولنې د نورو غړیو حقوق.
د مسلمانانو حقوق: هر مسلمان پر بل مسلمان ځينې ځانگړي حقوق لري دا حقوق د خپلوۍ قرابت په اصل نه دي ولاړ بلکې د دې حقونو د اثبات لپاره يوازې د دين يووالی کفايت کوي، ځکه چې په مسلمان خپل دين گران دی نو د خپل دين خاوندان هم ورباندې گران وي،د هغوی خوشحالي خپله وگڼي، د هغو غم او خپگان خپل غم او خپگان وبولي، مسلمان چې کوم شی د ځان لپاره ښه گڼي د خپل مسلمان ورور لپاره دې هم وغواړي او څه چې ځان ته نه خوښوي، د بل مسلمان لپاره دې هم نه خوښوي، دا خصلت د مسلمان لپاره د ايمان لويه نښه گڼل کېږي، په حديث شريف کې راغلي چې يو مسلمان پر بل مسلمان ځينې حقونه لري چې په لاندی ډول دي:
يو له بل سره نيکي کول، د گناهکار لپاره الله تعالی هدايت او مغفرت غوښتل، هغه څوک چې له تا سره يې بد کړي وي ورسره ښه کول، د يو مسلمان د بل مسلمان سره کينه نه لرل، له محتاج سره مرسته کول، د مشر مسلمان درناوی کول، په کشر شفقت کول، له خپل بل مسلمان ورور سره خيانت نه کول، بل مسلمان ورور په بده نه يادول، د بل مسلمان غيبت نه کول، په بل مسلمان بد گماني نه کول، په غم او ښادۍ کې له بل مسلمان سره ځان شريک گڼل، مسلمان جنگ ته نه هڅول،بلکې تر منځ يې سوله غوښتل.
د ټولنې د نورو افرادو حقوق:
مسلمان ديني او عقيدوي دنده لري چې د ټولنې له ټولو غړيو سره که څه هم اسلامي عقيده ونه لري لاندې امرونه مراعات کړي:
له دوی سره په معامله کې خيانت نه کول، په عدلي قضاياوو کې ورسره عدالت کول، په مال او ناموس يې تېری نه کول، د دوی په عقيدوي امورو چې د اسلامي شريعت سپکاوی په کې نه وي تېری نه کول، له دوی سره به داسې کړنه کېږي چې اسلامي شريعت سره مخالفت په کې نه وي.
همدا شان په اسلامي ټولنه کې يو له بل سره په مرسته کولو هم ډېر ټينگار شوی، ځکه د مسلمانانو ټولنه لکه يو جسد داسې گڼل شوی او افراد يې د جسد د غړيو حيثيت لري، کله چې يو غړی دردمن شي ټول ځان ورسره نا آرامه کېږي نو مسلمانان په ټولنه کې په غم او ښادۍ کې سره شريک دي او دنده لري چې خپل ځان د ټولنې د افرادو په غم او خوشحالي کې شريک وگڼي، د ټولنې د محتاج فرد سره مرسته وکړي، که چېرې د مرستې کولو توان نه لري،نو د هغه په درد کې دې ځان شريک وبولي او په ډېرو خوږو خبرو دې ورته تسلي ورکړي او په دې پوه شو چې د مسلمانانو درد شريک دی، هغه مسلمان چې نورو ته يې د مرستې لاس اوږد کړی وي الله تعالی د ده مرستندوی دی، دا مطلب په لاندې مبارک حديث شريف کې بيان شوی: ((تر څو چې يو مسلمان د بل مسلمان ورور په مرسته کې وي الله تعالی د هغه مرستندوی دی. قران عظيم الشان لارښوونه کړې،چې (هره نيکي لس چنده ثواب او اجر لري) نو د مرستې کولو ثواب لږ تر لږه لس چنده دی، دا د يو مسلمان نېکبختي بلل کېږي چې د نورو مرستې ته يې لاس اوږد نه وي او له نورو سره په مرسته کولو بوخت وي.
بناءً نېکمرغه به هغه انسان وي چې دی په لومړي قدم کې د پاک خدای(ج) عبادت په ښه توگه ترسره کړي او همدا راز خپل کارونه، خپل ورځني کړه وړه اوچال چلند هم ټول د اسلامي شريعت او اسلامي غوره اخلاقو په نظر کې نيولو سره سمبال کړي، چې دا واقعاً هم دنياوي گټه له ځانه سره لري او هم اخروي، پردې اساس پتمنو هېوادوالو! بې دريغه هڅه، هاند او کوښښونه وکړئ چې له دې دواړو گټو څخه ځانونه برخمن کړئ ترڅو دنيا او عقبا دواړه مو ښکلې اوښايسته شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *