ټولنه اوکلتورلیکنې

غوره اخلاق د انساني ژوند بنسټ جوړوي!

مسلمانانو ورونو او د پاک الله «ج» رښتینو بنده ګانو! له شک پرته دا یو رښتینی، انکارنه منوونکی او روښانه واقعیت دی چې غوره اخلاق د انساني ژوند بنسټ جوړوي، پردې اساس د انساني ټولنې هر وگړي ته ښایي چې په هراړخیزه توگه ځان د غوره او ښوو اخلاقو پر گاڼه سمبال کړي، لکه څنگه چې د اسلام ستر پیغمبر جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دلوړو او سپېڅلو اخلاقو خاوند و او د هغه جناب د اخلاقو په اړه قرآنکریم فرمایې:

ژباړه: ای پیغمبره! یقیناً ته د لوړو اخلاقو درلودونکې یې. بناً مونږ چې د هغه ستر پیغمبر اومتیان یو باید تل د هغه په نقش قدم باندی ولاړ شو او دهغه د لوړو او سپیڅلو اخلاقو پیروي وکړو، له شک پرته چې اخلاق په انساني نفس که هغه فطري(طبیعي) قوه ده چې په ډیره اسانۍ سره ښه یا بد عملونه ورڅخه صادریږي که ښه عملونه ورڅخه صادر شي د ښو اخلاقو او که بد عملونه ور څخه صادر شي د بد خوی په نامه یادېږي، لکه څنگه چې دحضرت محمد(ص) په یوه حدیث شریف کې گناهونو ته ناوړه اخلاق(بدخویونه) ویل شوي دي او ورڅخه معلومېږي چې د انسان په فطرت(طبیعت) کې دا توان شته چې ښه عملونه یا بد عملونه وکړي. اسلامي شریعت دا څرگنده کړی ده چې د اسلامی فرایضو ادا کول او له گناهونو څخه ځان ساتل انسان په ښو خویونو عادت کوي، همدارازله الله تعالی څه ویره لرل د ښو خویونو اساس گڼل شوی دی نو د یوه مسلمان غوره او ښه اخلاق دادی چې له الله تعالی څخه ویره ولری د هغه احکامو پيروي وکړي او له گناهونو څخه په ځان ساتنه بریالی شي نو ښه خویونه لکه حلم، تواضح، صله رحمي، د مسوولیت احساس، محبت، شجاعت، سخاوت او نور په کې وده کوي او شخصیت یې له بدو خویونو لکه: کېنه، دښمني، بخل، غیبت، خیانت، حرص او داسې نورو څخه خوندي پاتې کېږي همداشان مونږ د نړی ټول مسلمانان دنده لرو چې په الله تعالی ایمان ولرو او د ایمان هدف مو دادی چې باید زمونږ زړونه یوازي په یوه الله تعالی پوري تړلي وي او اراده او عمل مو د الله تعالی له امرونو سره موافق وي، همداراز په ټولو عبادتونو کې زمونږ د زړه د پاکوالي اثر پروت دی د مثال په توگه لمونځ دالله تعالی څه د ویرې خوئ په مونږ کې زیاتوي نو مونږ له بدو او بی حیا کارونو څخه منع کوي، زکات زمونږ زړونه له حرص، بخل او بی رحمي څخه پاک ساتي، روژه په مونږ کې د حلم او حوصلی خوئ پیاوړی کوي، او دفقیرانو له حال څخه مو خبروی، لنډه دا چې اسلامی عقیده او عبادتونه هر یو زمونږ د زړونو په پاک ساتلو کې اثر لري او دا زمونږ اسلامي او انساني دنده ده چې الله تعالی په یووالی سره وپېژنو امرونه یې پر ځای کړو تر هغوچې زمونږ باطني شخصیت پاک او پیاوړی شي اوهمداراز د رواني او روحي ناروغتیا څخه خوندی شو، همداشان له اخلاقي ناروغتیاو لکه: کبر، بخل، حرص، حسد، خیانت او داسې نورو څخه مو زړونه پاک او خوندي وي، په یوه مبارک حدیث شریف کې راغلي دي(په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده که هغه اصلاح شي نو ټول بدن به اصلاح وي اوکه فاسده شي نو ټول بدن ورڅخه فاسدېږي او دا ټوټه زړه دی) نو باید زړونه او ذهنونو موله بدو فکرونو او خویونو څخه پاک وي تر هغوچې مو عملونه اصلاح شي. همداشان د ټولنې د غړیو حقوق هم د څیړونکو له نظره په دوو ډولونو ویشل شوي چې په لاندې توگه یې یادونه کوو:

الف: د مسلمانانو حقوق.

ب: د ټولنې د نورو غړیو حقوق.

الف: د مسلمانانو حقوق:

هر مسلمان په بل مسلمان باندی ځینی ځانگړی حقوق لري دا حقوق د خپلوی قرابت په اصل نه دي ولاړ بلکې ددې حقونو د اثبات لپاره یوازې د دین یووالی کفایت کوي، ځکه چې په مسلمان خپل دین گران دی نو د خپل دین خاوندان هم ورباندې گران وي او دهغوی خوشحالي او سوکالي خپله سوکالی وگڼي، دهغو غم او خپگان خپل غم او خپگان وبولي، مسلمان چې کوم شی د خپل ځان لپاره ښه گڼي د خپل مسلمان ورور لپاره دې هم وغواړي او څه چې ځان ته نه خوښوي، د بل مسلمان لپاره دې هم نه خوښوي، دا خصلت د مسلمان لپاره د ایمان لویه نښانه گڼل شوې ده، په یوه مبارک حدیث شریف کې راغلي چې یو مسلمان په بل مسلمان باندی حقونه لري چې ځینې یې په لاندی ډول دي:

یو د بل سره نیکي کول، د گناهکار لپاره د الله تعالی څخه هدایت او مغفرت غوښتل، هغه څوک چې له تا سره یې بد کړي وي ورسره ښه کول، دیو مسلمان د بل مسلمان سره کېنه نه لرل، د محتاج سره مرسته کول، د مشر مسلمان درناوی کول، په کشر مسلمان باندې شفقت کول، له خپل بل مسلمان ورور سره خیانت نه کول، بل مسلمان ورور په بده نه یادول، د بل مسلمان غیبت نه کول، په بل مسلمان باندې بد گماني نه کول، په غم او ښادی کې د بل مسلمان سره ځان شریک گڼل، مسلمان جنگ ته نه هڅول بلکې تر منځ یې سوله غوښتل.

ب: د ټولنې د نورو افرادو حقوق:

مسلمان دیني او عقیدوي دنده لري چې د ټولنې د ټولو غړیو سره که څه هم اسلامي عقیده ونه لري لاندې امرونه مراعات کړي:

له دوئ سره په معامله کې خیانت نه کول، په عدلي قضایاوو کې ورسره عدالت کول، په مال او ناموس یې تیری نه کول، ددوئ په عقیدوي امورو باندې چې د اسلامي شریعت سپکاوی په کې نه وي تیری نه کول، له دوئ سره به داسې کړنه کېږي چې اسلامي شریعت سره مخالفت په کې نه وي.

همداشان په اسلامي ټولنه کې یو له بل سره په مرسته کولو هم ډیر ټینگار شویدی، ځکه د مسلمانانو ټولنه لکه یو جسد داسې گڼل شوی دی او افراد یې د جسد د غړیو حیثیت لري، کله چې یو غړی دردمن شي ټول ځان ورسره نا آرامه کېږي نو مسلمانان په ټولنه کې په غم او ښادي کې سره شریک دي او دنده لري چې خپل ځان د ټولنې د افرادو په غم او خوشحالي کې شریک وگڼي، د ټولنې د محتاج فرد سره مرسته وکړي، که چېرې د مرستې کولو توان نه لري نو د هغه په درد کې دې ځان شریک وبولي او په ډیرو خوږو خبرو دې ورته تسلي ورکړي او په دې دې پوه کړي چې د مسلمانانو درد شریک دی، هغه مسلمان چې نورو ته یې د مرستې لاس اوږد کړی وي الله تعالی دده مرستندوی دی، دا مطلب په لاندی مبارک حدیث شریف کې بیان شوی دی:« تر څو چې یو مسلمان د بل مسلمان ورور په مرسته کې وي الله تعالی د هغه مرستندوی دی». قران عظیم الشان لارښوونه کړې ده چې (هره نیکې لس چنده ثواب او اجر لري) نو د مرستې کولو ثواب لږ تر لږه لس چنده دی، دا د یو مسلمان نیک بختي بلل کېږي چې د نورو مرستې ته یې لاس اوږد نه وي او له نورو سره په مرسته کولو بوخت وي.

بناً نیکمرغه به وي هغه انسان چې دې په لومړي قدم کې د پاک خدای(ج) عبادت په ښه توگه ترسره کړي او همدا راز خپل کارونه، خپل ورځني کړه وړه اوچال چلند هم ټول د اسلامي شریعت او اسلامي غوره اخلاقو په نظر کې نیولو سره سمبال کړي، چې دا واقعاً هم دنیاوي گټه له ځانه سره لري او هم اخروي، مسلمانانو ورونو، بې دریغه هڅه، هاند او کوښښونه وکړئ چې له دې دواړو گټو څخه ځانونه برخمن کړئ ترڅو دنیا اوعقبا دواړه موښکلې اوښایسته شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *