افغانستان

غور کې د چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د غور ځایي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر ګټې اخیستنې

د غور ځایي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر ګټې اخیستنې وسپارل شو.
د غور د والي ویاند شیخ عبدالواحد حماس باخترآژانس ته وویل، چې د چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر د هېواد د پکتیک ادارې په همکارۍ د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه هوايي ډګر پرانیستل يو نیک اقدام وباله او غوښتنه یې وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې دې نورې ټولګټې پروژې هم پلې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *