افغانستان

غور کې ٣۵ قلمه تاریخي آثار موندل شوي دي

شریعت: د غور ولایت د منار جام په شاوخوا کې ۳۵ قلمه تاریخي آثار موندل شوي دي.
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې څه موده مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې انجنیرانو له خوا د منار جام د استحکام چارې پیل شوې، چې د کیندلو پرمهال ۳۵ قلمه تاریخي آثار موندل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، چې په دغو آثارو کې ۱۵ فلزي سکې او ٢٠ ټوټې له خټو جوړ شوي لوښي شامل دي.
سرچینه زیاتوي، دغه آثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحي زعیم په شتون کې وسپارل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *