افغانستان

غور کې څه باندې ۲۸ زره کیلو ګرامه یامه وسوځول شوه

د غور امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې یې ۲۸ زره ۵۰۰ کیلوګرامه یامه ( چې د نشه يي توکو په کارولو کې ترې کار اخیستل کېږي) سوځولې.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ زره ۵۰۰ کیلو ګرامه یامه سوځولي دي.
بدري زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې ۲۸ بوجۍ سود، ۱۸ بوتله تېزاب او ۳۳ بوجۍ مالګه هم نیول شوې او له منځه وړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې زرګونه کیلوګرامه یامه له منځه وړل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *