افغانستان

غور کې ۲۷ زره ۵۰۰ کیلو ګرامه یامه وسوځول شوه

د غور د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۲۷ زره ۵۰۰ کیلو ګرامه یامه، چې د نشه يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي کشف او سوځولي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د یاد ولایت د دولت یار ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه هم کشف او له منځه وړې او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري محمد یوسف اسرار باختر آژانس ته وویل، چې د یاد ولایت په بهسود ولسوالۍ کې هم یو ټن (نمه) چې د نشه يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي کشف او سوځولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *