افغانستانروغتیا

فاریاب کې د ښځینه ناروغیو ۵۰ بستریز او کتلوي معافیت ودانۍ پرانیستل شوې

د عامې روغتیا وزارت په فاریاب ولایت کې د نسايي ولادي ۵۰ بستریز او کتلوي معافیت ودانیو د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې دواړه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري پرانیستل شوې.
سرچینې زیاته کړې، چې د عامې روغتیا مالي او اداري مرستیال، همدارنګه د یاد ولایت د مرکز میمنې له ۲۰۰ بستریز او ۵۰ بستریز روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه او روغتیايي پرسونل ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا مرستیال وزیر تر دې وړاندې د روغتیايي چوپړتیاوو د ارزونې او څرنګوالي په موخه د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته سفرونه کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *