افغانستان

فایننشل ټایمز: د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره افغانستان ته د سيلانیانو شمېر ډېر شوی

فایننشل ټایمز ویلي، له هغې وروسته چې اسلامي امارت بیا ځلې د افغانستان د حکومتولۍ واګې په لاس کې اخیستي؛ له هغه راهیسې دې هیواد ته د بهرنیو سېلانیانو تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
یاده بهرنۍ رسنۍ په یو تازه راپور کې وایي چې تر بل هر وخت افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی. راپور وړاندې زیاتوي: که څه هم غربي هېوادونه خپلو اتباعو ته افغانستان ته د سفر سپارښتنه نه کوي خو دې محدودیت سره سره ګڼ بهرنیان د افغانستان ګوټ ګوټ ته د امن په فضا کې خپل سفرونه کوي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د بهرنیو سېلانیانو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې یادو ګرځندویانو ته به په افغانستان کې هېڅ ډول ستونزه نه پېښیږي. اسلامي امارت هیله کوي چې بهرني وګړي د افغانستان مثبت انځور نورې نړۍ ته وښيي.
د یو بل خبر له مخې، د کونړ او پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ویلي چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې یادو ولایتونو ته په بې ساري ډول سېلانیان ورغلي او د دې ولایتونو له طبیعي منظرو یې لیدنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *