افغانستان

فراه کې د څارویو تولیدي او روزنیز کمپونه جوړ شوي دي

په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د څاړې (توغدارې) مرغانو په ګډون د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ کړي دي.په یوه کمپ کې د څاړو د روزنې او تولید د برخې ډاکټر عبدالکریم احسان باختر آژانس ته وویل، چې د یادو الوتونکو د روزنې، ودې، نسل پالنې او منځ ته راتګ موسم د میلادي کال د نومبر په پنځلسمه ۱۵ نېټه پیلېږي او بیا د مې تر میاشتې پورې دوام مومي.
احسان زیاته کړه، چې په یادو میاشتو کې یې تولید یو له بل سره توپیر لري، په ځینو کې زیات او په ځینو کې کم وي.له یاد کمپ څخه د لیدنې، څارنې او کتنې پر مهال د فراه د چاپېریال ساتنې رئیس حافظ برهان الدین راشد وویل، چې یاد بنسټ په دې ولایت کې دوه کمپونه یو د دې ولایت مرکز ته څېرمه او بل په چاکرته کې جوړ کړي، چې څاړو په ګډون د نورو الوتونکو او څارویو د نسل د ودې لپاره بېلا بېل ماشینونه او ځانګړی سیسټم لري.راشد یاد کمپ د چارو ستاینه وکړه او دې ته ورته د نورو کمپونو د جوړولو غوښتنه وکړه.بل خوا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحي سباوون وویل، چې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ پر۸۰۰ جریبه ځمکه کمپونه جوړ کړي، چې پکې د انارو، پستو، خُرما، انګورو او عنابو د بڼونو ترڅنګ د بېلابېلو الوتونکو او څارویو تولید او روزنه هم په کې کېږي.
باید وویل شي، چې تر دې دمه له دې کمپونو څخه له ۲۰۰ زیات توغداري مرغان په هوا کې خوشې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *