لیکنېمقالی اوتبصرې

فساد او مفسد دويمه برخه

۴ – مسلمانانو ته تاوان رسول فساد دی؛ الله تعالی د اخنس بن شريق منافق په اړه فرمايي:
ژباړه: کله چې دی ستا څخه ولاړ سي نو په مځکه کې په تلوار ځي تر څو فساد پکښې وکړي او فصل او نسل وران کړي او الله تعالی فساد نه خوښوي. ۲۰۵] اخنس بن شريق ثقفي منافق کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، هغه ته يې ډېري پستې او د چاپلوسۍ څخه ډکې خبري وکړې خو کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک مجلس څخه ولاړ سو په لاره کې يې مخي ته د مسلمانان کروندې او د خرو ګله راغله دې منافق کروندې ته اور واچوی او خره يې ووژل الله، تعالی دده دغه کار وغندی، رسول الله صلی الله عليه وسلم يې دده په منافقت خبر کړ او دده دغه کار يې فساد وبلی.
د همدې آيت په استناد ويلای سو چې مسلمانانو ته هر ډول مالي او ځاني تاوان رسول فساد دی هر مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي.
۵ – په مځکه کې پر نورو انسانانو تکبر، ظلم، تېری، د الله تعالی د دين څخه انکار او د پيغمبرانو په څېر پر پاکو انسانانو تهمت ويل فساد دی؛ الله تعالی د قارون په اړه فرمايي:
ژباړه: په مځکه کې د فساد مطالبه مکوه يقينا چې الله تعالی مفسدين نه خوښوي. [القصص۷۷] قارون چې د موسی عليه السلام د تره زوی وو او ډېر سرمايه داره وو په مځکه کې يې پر نورو خلګو تکبر کوی، پر مظلومانو به يې ډول ډول ظلمونه کول، د خلګو د آبرو او عزت پر حريم به يې تجاوز کوی، د الله تعالی دين ته نه تسليمېدی او پر موسی عليه السلام يې په درواغو تهمت وتړی او ښځه يې وهڅول تر څو پر موسی عليه السلام فاسده دعوه وکړي.
الله تعالی د قارون دغه ټول اعمال وغندل او دده د قوم پر ژبه يې ورته وويل: دغه د فساد کارونه مکوه ځکه چې فساد د الله تعالی نه خوښيږي.
د هر مسلمان دنده ده چې د پورته کارونو څخه ځان وساتي تر څو په فساد اخته نه سي او مفسد ورڅخه جوړ نسي.
۶ – د انسانانو د ګناهونو له کبله چې په مځکه کې آفتونه او بلاګاني لکه وچکالي، قحطي، بې برکتي، د انسانانو غرقېدل، ډېر ظلمونه ښکاره کېدل فساد دی؛ الله تعالی فرمايي:
ژباړه: په وچه او دريابونو کې فساد ښکاره سو په خاطر د هغه کارونو چې د خلګو لاسونو کول. [الروم۴۱] يعنې چې کله په مځکه کې خلګ د الله تعالی نافرماني کوي او د ګناهونو مرتکب کېږي په جزاء کې ورته الله تعالی دغسي آفتونو راليږي چې دا ددوی او ددوی د ژوند لپاره يو فساد دی چې لامل يې ددوی خپل اعمال دي ځکه نو مسلمان بايد ځان د هر ډول ګناه څخه وساتي تر څو چې د مځکې د فساد او خرابوالي سره مخامخ نه سي.
۷ – د بې ګناه انسانانو وژل فساد دی؛ د فرعونيانو په باره کې الله تعالی فرمايي: ژباړه: دوی په مځکه کې ډېر فساد وکړ.
فرعونيانو به بې ګناه انسانان او د بني اسرائيلو ماشومان وژل الله تعالی ددوی دغه کار په کلکه وغندی او هغه يې فساد وبلی ځکه نو مسلمان بايد د بې ګناه انسان د وژلو څخه ډډه وکړي او ځان د مسلمان د هر ډول ځوروني څخه وساتي.
۸ – په مځکه کې د مسلمانانو وېرول، په ظلم باندي د هغوی لاره نيول، د مسلمانانو مالونه لوټول او مسلمانان پر ناحقه وژل فساد دی؛ الله تعالی د عرنيينو په باره کې فرمايي:
ژباړه: يقينا جزا د هغو خلګو چې د الله او د هغه د رسول سره جګړه کوي او په مځکه کې په فساد باندي ځي دا ده چې دوی ووژل سي يا په دار باندي وځړول سي يا ددوی لاسونه او پښې په متفاوت ډول پرې سي او يا د مځکې څخه وشړل سي؛ دا ددوی لپاره په دنيا کې رسوايي ده او ددوی لپاره په آخرت لوی عذاب سته.
ددې آيت په شأن نزول کې راځي: دغه آيت د هغو کسانو په باره کې نازل سو چې دوي د مدينې منورې څخه بهر مسلمان څاروانان ووژل او مالونه يې د ځانونو سره بوتله، رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی ګرفتار کړه او په آيت کې ياده سوې سزا يې ورکړه.
په تفسير الوسيط کې راځي: دغه آيت د اهل اسلام هغو جګړه مارانو په باره کې نازل سوی دی چې د خلګو پر ضد را ووځي تر څو د هغوی مالونه لوټ کړي، يا هغوی ووژني او يا هغوی ووېروي ددې لپاره چې په مسلمانانو کې امنيت او سوله ايز ژوند مختل کړي او هر ځای په خلګو کې وېره او نا آرامي خپروي او يا پر شرعي حقوقو باندي تجاوز کوي لکه د زکاة ورکولو څخه ډډه کول لکه څنګه چې د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې همداسي وسوه چې نوموړي د زکاة د مانعينو سره په ټول قوت او زور د جګړې اعلان وکړ.
نو داسې ويلای سو: کوم کسان چې د اسلامي نظام پر وړاندي بغاوت کوي، په مسلمانانو کې وېره خپروي، هغوی بې ګناه وژني، امنيت يې ګډوډوي او د مسلمانانو مالونه لوټوي هغوی مفسدين دي او کړنه يې لوی فساد دي.
دداسي مفسدينو په وړاندي نظام او خلګ دواړه مسئوليت لري چې په ګډه بايد ددوی د فساد مخه ونيسي.
دوام لري….

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close