مقالی اوتبصرې

فساد او مفسد څلورمه برخه

مالي فساد: دغه فساد هم د نورو فسادونو په څېر حرام او ناروا دی او په ټولنه کې د ډېرو ناخوالو سبب کېږي، د حرمت لپاره يې په لاندې آيت دليل نيولای شو چې الله تعالی فرمايي:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.[البقرة۱۸۸]ژباړه: په خپل منځ کې خپل مالونه په باطله طريقه مه خورئ.
دلته باطله طريقه عامه ده که غلا وي، که غصب وي، که رشوت وي، که چمبازي وي او که نورې فاسدې طريقې.
مالي فساد له هغو انحرافاتو څخه عبارت دی چې د مالونو په لاس ته راوړلو، لګولو، تمويلولو او ذخيره کولو کې د عمومي قوانينو، مقرراتو او طرزالعملونو په خلاف تر سره کېږي.
کوم قوانين چې د نظام او ټولنو لخوا د دولتي او خصوصي بنسټونو د کار د تنظيم او مالي چارو د ښه ترتيب لپاره وضع شوي وي او په دولتي ادارو او خصوصي سکټور کې يې پلي کول د مالي کنټرول لپاره منظور شوي وي د هغو خلاف کړنه کول مالي فساد بلل کېږي، مالي فساد ډېر اړخونه لري مګرله ټولو مهم يې په لاندې ډول دي:
۱ – رشوت:
بې له شکه چې رشوت د مالي فساد له ټولو مهم ډول دی او په حقيقت کې د فساد يو له مهمو وسيلو څخه دی، رشوت هغه فساد دی چې د نړۍ په ډېرو سيمو کې په پراخه پيمانه په ډېرو بڼو باندې شتون لري.
رشوت چې په هر نامه او تر هر عنوان لاندې او د هر هدف لپاره وي په ټولنه کې مالي فساد بلل کېږي او په نظامونو کې د ډېرو ناخوالو لامل جوړېږي.
په نړۍ کې د رشوت په ذريعه ګڼ شمېر کارونه کېږي لکه: د خپل حق اخيستل، د نورو حقوق سلبول، دولتي وظيفه پيدا کول،په تجارت او مارکټينګ کې خپلې موخې ته رسېدل، په جزايي او حقوقي مسائلو کې خنډونه پيدا کول يا لرې کول، جعل کاري کول او داسې نور هغه کارونه چې د شرعي او قانوني اصولو پر خلاف د ځينو مشخصو موخو لپاره کېږي.
۲ – شخصي ګټو ته ترجيح ورکول:
کله چې په خصوصي يا عمومي سکټور کې د مسئولينو هدف يواځې خپلې شخصي ګټې وي هلته د مالي فساد ډېر احتمال شته ځکه چې داسې مسئولين عمومي ګټې د خپلو شخصي ګټو سره په ټکر کې ويني ځکه نو ځان دې ته اړ بولي چې بايد د خپلو شخصي ګټو خوندي کولو لپاره هر مالي فساد ته لاس واچوي او له خپل موقفه په استفادې د ځان، کورنۍ، ډلې، قبيلې، جغرافيايي سيمې، ملګرو يا د هغو بسنټونو شخصي ګټې خوندي کړي چې مسئول کس يا د هغه مربوط کسان معامله ورسره لري له همدې امله داسې کسان تل په اجرااتو کې د خپلو تفرداتو څخه په مرمزو ډول استفاده کوي او يا هم پر ځان را ټول کسان د خپلې پاليسۍ څخه اغېزمن کوي تر څو هغوی هم په مالي فساد کې له ده سره ښکېل پاتې شي.
۳ – د دولتي يا شخصي موقف او دولتي او خصوصي سرچينو ناوړه ګټه اخيستنه:
کله چې يو څوک له خپل موقفه ناوړه استفاده کوي يا له کومې دولتي او خصوصي سرچينې څخه ناوړه ګټه پورته کوي طبعاً ټول مقررات تر پښو لاندې کوي د بېلګې په ډول: د دولتي يا خصوصي موټرو، ماشينونو، تجهيزاتو، تأسيساتو، ودانيو او نور موادو څخه غلطه استفاده کول همداسې د خپلو شخصي اهدافو لپاره له اجازې پرته ځينې کسان بېله دې چې مالي طرزالعملونه په پام کي ونيسي تر مالي فلترونو او سيسټمونو تېروي چې دا کار هم بالفعله او هم په راتلونکې کې د لوی مالي فساد لامل جوړېږي.
۴ – له سيسټمونو او کاري مقرراتو سره نابلدتيا:
معلومه خبره ده چې په هره اداره کې سيستم د کارونو د ښه نظم او شفافيت لپاره جوړېږي نو کله چې څوک له سيستم سره بلدتيا ونه لري طبعاً به د نظم د ګډوډېدلو تر څنګ په اداره کې شفافيت هم له منځه ځي بيا په خاصه توګه چې کله سيسټم د کوم فاسد شخص لاس ته ولوېږي ځکه فاسد شخص به تل خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د سيسټم د تحريف او مغلظ کېدلو هڅه کوي او د ساده او ناپوه کس په حضور کې به په بنډلونو مالي کريډيټ خپل جيب ته اچوي.
همدغه اصل ته په کتو سره بايد د ټولو عايداتي او مصارفاتي اداراتو په سر کې داسې کسان وګمارل شي چې له موجوده مډرن سيستم سره پوره آشنايي ولري او يا هم په پوره توګه سيستم ورته تشريح شي تر څو په شعوري او يا غير شعوري ډول فساد ورڅخه ونيسي.
۵ – ډالۍ يا سوغات:
ډالۍ يا سوغات هغه شی دی چې په اداره کې مالي فساد ته لاره هواروي ځکه له يوې خوا ډېر خلک له ډالۍ څخه د رشوت په حيث استفاده کوي او غواړي له دې لارې مسئولين ښکار کړي او په خپله ګټه يې وکاروي، له بلې خوا ممکن مسئول کس د ډالۍ لاس ته راوړلو په نيت د کوم چا مراعات وکړي او موضوعه اصول تر پښو لاندې کړي،ښه خبره دا ده چې هېڅ مسئول د خپل مسئوليت په وخت کې له چا څخه ډالۍ وا نه خلي او د خلکو د مالي تخفيف، مرستې، سفر خرچۍ، مېلمستيا او سرګرمۍ سره دې ډېر احتياط وکړي.
۶ – د عامه او شخصي پيسو غلا کول يا لوټول:
غلا چې په هره بڼه وي مالي فساد دی ځکه په غلا باندې دولتي يا شخصي زېرمي لوټېږي او د نظم د کډوډېدلو تر څنګ په مالي برخه کې د ډېرو ستونزو لامل جوړېږي.
۷ – د اسنادو جعلکاري:
فاسد د ځان لپاره د ګټې ترلاسه کولو يا د مالي معاملو يا شرکتونو ارزښتونو لوړولو يا ټيټولو لپاره جعلي اسناد او لاسليکونه جوړوي چې دا کار خپله مالي فساد زېږوي.
۸ – د پيسو مينځل:
زموږ په زمانه کې ډېر خلک د پيسو مينځلو په مالي فساد اخته دي ځکه هر څوک د خپلې سرمايې منبع ته قانوني او شرعي حيثيت ورکوي ځينې ممکن له خپلو ناوړو لارو د پيسو پيدا کولو پر قانوني کېدلو عقيده ولري او ځينې که عقيده ونه لري په عملي ډول يې د مشروع او روا تجارت په صفت تر سره کوي د بېلګې په ډول غل، رشوت خور، درواغجن، انسان تښتوونکی، دوکه باز، غاصب او زورواکي چې له کومو لارو پيسې لاس ته راوړي داسې يې انګيري چې ګويا زه د يوې مشروعې لارې پيسې لاس ته راوړم.
۹ – په سوداګرۍ کې درغلي او چم:
په سوداګانو کې درغلي او چم د مالي فساد لويه ذريعه ده ځکه له دې لارې مفسدين په باطله طريقه مال لاس ته راوړي او د مسلمانانو شخصي مالي زېرمي لوټوي.
دوام لري….
اجمالي مأخذ: العربيه ويب پاڼه.

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *