لیکنېمقالی اوتبصرې

فساد او مفسد

فساد د سببونو، کړنو او هدفونو له مخې پر ډېرو اقسامو وېشل کېږي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
اداري فساد،مالي فساد،اخلاقي فساد،سياسي فساد،تعليمي فساد او ټولنيز فساد.
لومړی د اداراي فساد اړوند خبره کوو؛ اداري فساد هغه انحرافاتو، ناغېړيو او غفلوتونو ته ويل کېږي چې څوک يې په خپله محوله وظيفه کې کوي چې په سبب يې د خلکو ګټې تر پښو لاندې کېږي، د خلکو کارونه ځنډېږي، خلکو ته د خدماتو عرضه کول ټکنۍ کېږي، وخت بې هدفه ضايع کېږي او داسې نور…
د بېلګې په توګه وظيفې ته ناوخته راتلل او وختي تلل اداري فساد دی، د خپلې ادارې اسرار افشاء کول اداري فساد دی، روابطو ته پر ضوابطو ترجيح ورکول اداري فساد دی، په ټاکنو کې خپلوي او شناخت معيار ګرځول اداري فساد دی، نقدي او غير نقدي رشوت اخيستل اداري فساد دی، واسطه بازي او انډيواليزم اداري فساد دی، په رسمي وختونو کې د ادارې له کارونو څخه ماسوا نور کارونه کول اداري فساد دی، د نورو کسانو په وظيفه کې مداخله کول اداري فساد دی، کارونو ته سطحي کتل او بې ځايه تساهل کول اداري فساد دی، په عامو کارونو کې خپلې شخصي ګټې هدف ګرځول اداري فساد دی او هر هغه عمل چې د ادارې کارونه ټکني کوي او يا يې نظم او ترتيب خرابوي هغه اداري فساد دی.
د اداري فساد لاملونه:
د اداري فساد لپاره ډېر لاملونه شته چې ځينې يې ممکن په شعوري ډول د شخص لخوا کېږي او فساد ورڅخه پيدا کېږي، ځينې يې په غير شعوري ډول د فساد لامل کېږي او ځينې يې د حالاتو څخه په تأثر يا تپل کېدلو د فساد سبب جوړېږي چې په لاندې ډول يې د ځينو يادونه کولای شو:
۱ – په لوړه او دوامداره کچه بېکاري.
۲ – د شخصي عوائدلو لږوالی.
۳ – په مالي چارو کې د روڼتيا او معقوليت نشتوالی.
۴ – د مالي قوانينو په اجراء کې د انصاف او روښانتيا نشتوالی.
۵ – د مفسد په مجازاتو کې ځنډ او خنډ.
۶ – غير مسلکيتوب.
۷ – د عقيدې او اخلاص ضعيف والی.
۸ – وظيفې ته د امتياز او ميراثي حق حيثيت ورکول.
۹ – وظيفې ته اعتناء نه کول او ځان ډېر لوړ او لوی ګڼل.
۱۰ – د رسمي وظيفې تر څنګ په نورو وظيفو باندې ځان مصروف کول.
۱۱ – د مافوق مسئول لخوا د کاري لايحو خلاف فرمايشات او دستورونه.
۱۲ – په اداره کې د غير مصلحو مفسدو انسانانو شتون.
۱۳ – د شناخت، قومۍ، انډيوالۍ او واسطې په سبب اصول له پامه غورځول.
۱۴ – په کارونو کې جعل او تزوير.
دوام لري…

درېیمه برخه / مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *