لیکنېمقالی اوتبصرې

فساد او مفسد!

په دې خاطر چی فساد ډېر بد شی دی او په هر اړخيز ډول شرعا غندل سوی دی غواړو په اړه يې ځينې معلومات ستاسو سره شريک کړو تر څو هر مسلمان ځان ورڅخه وساتي او زموږ ټولنه د هر ډول فساد څخه خوندي پاته شي.
د فساد تعریف: يو شی چې د خپل اعتدال او سلامتيا څخه ووځي هغه ته فساد وايي او فساد په تمامه معنی او د ټولو اقسامو سره شرعا محکوم او مذموم دی.
په قرآن کې د فساد ذکر شوي ځينې کلي اقسام:
۲ – په مځکه کې ګناهونه کول فساد بلل کيږي لکه الله تعالی چې فرمايي: وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا.[الأعراف: ۵۶] ژباړه: په مځکه کې د هغې د اصلاح وروسته فساد مه کوئ. يعني وروسته تر دې چې د انبياؤ او صالحو انسانانو په زيار الله تعالی د مځکي اهل اصلاح کړي او دوی خپل عبادتونه کوي تاسي يې په ګناهونو باندي بيرته مه فاسدوئ.
۲ – د مفسد او ګمراه انسان خبره منل او د هغه سره ملګرتيا کول فساد دی؛ الله تعال فرمايي: وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ * الذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ.[الشعراء:۱۵۱ ـ ۱۵۲].
ژباړه: د اسراف کوونکو د خبري پلوي مکوئ هغه کسان چي په مځکه کي فساد کوي او اصلاح نه راوړي. يعني د هغو کسانو خبره مه منئ چي دوی په مځکه کې د ګناهونو او ناروا کارونو په کولو سره فساد کوي ځکه که تاسي ددوی خبره ومنی تاسي به هم ددوی غوندي مفسدين جوړ شی.
علماؤ ليکلي دي: ددې آيت څخه داسي معلوميږي چې د مفسد انسان سره دي سړی ملګرتيا هم نه کوي ځکه چې کله دده د خبري د منلو څخه مسلمان منع سو دده سره د ملګرتيا او همکارۍ څخه خو بيخي منع دی.
سفيان ثوري رحمه الله فرمايي: د انسان په فساد او اصلاح کې تر ملګري بل ډېر مهم شی نسته.[الانابة لابن بطة] يعني د انسان په فساد او اصلاح کي ملګری ډېر رول لري ځکه نو هر څوک بايد کوښښ وکړي چې په دنيا کي د نيکو او ښو خلګو ملګرتيا غوره کړي. ممشاد دينوري وايي: د صالحو انسانانو ملګرتيا د انسان په زړه کي د اصلاح تأثير کوي او د فاسدو انسانانو ملګرتيا د انسان په زړه د فساد تأثير کوي.[صفة الصفوة ۶۵۹] ۳ – منافقت ستر فساد دی؛ الله تعالی د منافقينو په اړه فرمايي: أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ المُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ.[البقرة:۱۱۲] ژباړه: خبر اوسئ چي دوی مفسدين دي خو دوی شعور نلري.
منافقينو ددې تر څنګ چي خپل کفر يې پټوی نور خلګ يې د ايمان راوړلو او حق منلو څخه راګرځول، د حقائقو په وړاندي يې د خلګو فکرونه خرابول، د انسانانو تر مينځ يې د دښمنيو او کرکو خپرولو په ذريعه ټولنه فاسدول، د مسلمانانو په مينځ کي يې ډول ډول فتنې راپورته کولې، د کفارو سره يې دوستي کول او د مسلمانانو رازونه يې هغوی ته وړل، کفار يې د مسلمانانو پر ضد راپارول او کوښښ يې کوی چي د ګڼو لارو څخه مسلمانانو ته زيان ورسوي.
د تعجب وړ خبره خو لا دا ده چي منافقينو ددغه ټولو فسادونو سره سره ځانونه پر حق بلل او خپل کار ته يې اصلاح ويل.
نو هر څوک چي د منافقينو پورته کړه وړه ترسره کوي موږ ويلای سو چي هغه انسان مفسد دی او په مځکه کي فساد خپروي. دوام لري…

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *