بېلابېلې لیکنې

فيمينزم (Feminism)

دریمه برخه / لطف الرحمن قمري
د علمي څيړنو پايله
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د لويديځ د طبیعي علومو پوهان، په ډاگه وايي چې د تاریخ په اوږدو کې چې په ټولنه کې ښځې ته کومې دندې سپارل شوي دي، هغه د هغوی د بيولوژيکي جوړښت پر اساس دي، دا سمه ده چې په ځينو سیمو یا ځينو قومونو او وختونو کې شاید دغه انډول سره گډوډ شوی وي، خو په دې ټول تاریخ او په ټولو ټولنو کې څه مشترک ټکي هم شته .چې تقریبا سره یو شانته دي، د بیلگې په توگه د نارینه د قوامیت خبره چې د تاريخ په اوږدو کې او په ټولو اديانو او ټولنو کې تقريبا اتفاقي خبره ده، او لا تر اوسه هم روانه ده.
په هر حال له تاریخې بهیر څخه تیریږو، دلته یوازې یو شمير هغه بیلگې ذکر کوو چې د نارينه او ښځينه د ټولنيزو دندو په ټاکنه کې د هغوی د بيولوژيکي جوړښت تاثیر اواغیز څرګندوي:
. د ویرجینیا د پوهنتون پروفیسور Steven E Rhoards په خپله لیکنه کې د ښځينه او نارینه ترمنځ د توپیرونو په اړه لومړی یو مثال ذکر کوي چې په امريکا کې فيمينستانو دا هڅه کړې وه چې د خپلې مدعا د اثبات لپاره ترې کار واخلي او په لویه کچه يې په مطبوعاتو کې هم انځور کړې وه، د کيسې لنډيز داسې و چې په امريکا کې دوه غبرگوني هلکان زيږيدلي و ، .څه موده وروسته يوه يې خپله تناسلي آله له لاسه ورکړې وه، ډاکټرانو د هغه مور او پلار ته مشوره ورکړه چې ده سره نور د نجلۍ تعامل وکړي او نوم يې هم ورته بدل کړ، لنډه دا چې د دولس کلونو وروسته ورو ورو هغه په ځان پوهیده او په پای کې بيرته د يو نارینه په توگه يې ژوند اختیار کړ او خوی او عادت يې هم د نارينه و. د دغه مثال څخه وروسته بيا د ښځينه او نارینه تر منځ درې هغه توپیرونه ذکر کوي چې د دوی د بيالوژيکي جوړښت پر اساس د دوی تر منځ شته.
* د نارينه اوښځينه هورمونونه د هغوی په خویونو کې نيغ په نیغه تاثیر لري، د بیلگې په توگه د نارينه هورمونونه په هغه کې خشونت او تیري را پيداکوي، او د ښځينه هورمون بیا دا خویونه کموي شميرو ښودلې ده نارينه چې له ٢٥ څخه تر ۳۰ تنو پورې د خپل دغه خوی پر اساس قتل کوي، د دې په پرتله بیا ایله یوه ښځه د قتل اقدام کوي. بل پلو ته دا هم ویل شوي دي چې د نارینه د دغه هورمون د اغیز د کمولو لپاره دوه لارې دي، یوه دا چې هغه پلار یا خاوند شي، او دوهمه یې ورزش ته مخه کول دي، پر همدې اساس د پلارولی یا خاوند توب دنده په نارینه کې د خشونت او تیري کچه راټیټوي. دا د کورنۍ د نظام هغه پټ حکمتونه دي چې الله تعالى پرې ښه پوهیږي، او لا تراوسه د انسان له نظره پناه وه.
* ښځينه او نارینه په طبیعت کې هم سره جلا دي .هغه که په هرځای یا هر ډول ټولنه یا کلتور کې وي، له دې خويونو څخه د نارینه په ځان د اعتماد او باور قضیه ده او په ښځينه کې د پالنې او تغذیې سره مینه او استعداد دی. د يادونې وړ ده چې دا خبره تجريبي علم ثابته کړې ده چې نارينه د ښځينه په پرتله په ځان ډير اعتماد او باور لري کوم چې د یو فامیل یا کورنۍ د مشرتابه یا قوامیت لپاره خورا زیات اړین خوی دی.
* علم دا هم ثابته کړې ده چې ښځينه او نارینه که ماشومان هم وي مخکې له دې چې د ټولنې یا کلتور اغيز پرې وشي، د هغوی خویونه سره جلا وي، دبیلگې په توگه ښځینه ماشومه دا خوښوي چې خلکو ته وگوري، او پر هغوی نظر واچوي له همدې کبله په ښځينه کې د انسان د نفسياتو دپیژندنې استعداد غښتلی دی، او نارینه دا خوښوي چې شيانو ته وگوري له همدې کبله په نارينه کې د صنعت او د شيانو د اختراع وړتیا زیاته ده او هر يو له خپل خوی سره لوبیږی.
آن مویر چې په جیینتک کې دكتورا لري او ديفيد جيسل چې د بي بي سي پيژندل شوی لیکوال دی په خپل کتاب کې چې په دې اړه يې ليکلى دى، وايي: نارينه له ښځینه څخه توپیر لري او یوازې په بشریت کې سره يو دي او دا دعوا کول چې گواکې ښځه او نر سره په سلوک، مهارتونو او وړتیاوو کې برابر دي، دا په حقيقت کې دا معنا لري چې مونږ خپله ټولنه په داسې بنسټونو بنا کوو چې په بیولوژیکي او علمي لحاظه سوچه دروغ دي.
بيا وايي چې په دوه وروستیو لسیزو کې په دې اړه خورا زياتې څیړنې شوي دي چې په مجموعي توگه دې نتيجې ته رسيږي چې ښځه او نر سره په ډیرو شیانو کې توپير لري. د نارینه په هرمون کې د منافسې او قوت ماده پرته ده، او د دې په پرتله بيا د ښځې په هرمون کې د مشارکت او لطافت ماده پرته ده. په دې توگه علمي څیړنې دا په ډاگه کوي چې د نارينه او ښځينه بيولوژيکې جوړښت د دوی په ټولنیزو دندو او مسئوليتونو کې نیغ په نیغه تاثیر لري.
په لويديځ کې څه تيريږي:
Patrick Rooney په امريکې کې د فیمینزم د خوځښت او د جندر د مساوات پایلې داسې بیانوي: په امریکا کې جنسي انقلاب يوشمير خطرناکې ناروغۍ او پديدې رامنځ ته کړي دي، د بیلگې په توگه:
د بې شمیره بیگناه انسانانو له منځه تلل .
د واده څخه پرته په ښځو باندې د زیاتو جنسي اړيکو ساتلو له کبله عاطفي فشار زياتيدل.
د جنسي امراضو او ناروغيو بې کچه خپریدل او له کنتروله وتل.
د نامشروعو اړیکو له کبله په کال کې د 40 مليونه څخه زیات د جنين غورځول.
او تر ټولو زياته تراژیدیکه ستونزه چې د امریکا راتلونکی يې د خطر سره مخ کړی دی، هغه په مليونونو بې پلاره ماشومان دي چې ورځ تر بله مخ په زياتيدو دي، او په خپل وار په امریکې کې د بد معاشیو د زياتيدو، د مخدراتو د استعمال، او د داسې نورو ټولنیزو ستونزو لامل گرځیدلی دي.
او داسې نور په لسهاوو ټولنیزې ستونزې او ناروغی او بیا په پای کې د امریکې حکومت ته مشوره ورکوي او وايي: د دغه ناروغیو څخه د خلاصون لپاره او د یوې سالمې ټولنې د جوړیدو لپاره په څو ډگرونو کې کار کول په کار دي. لومړی دا چې کلیسا باید راپورته شي، او خلکو ته ديني زده کړه ورکړي، له دې برسيره بايد ميډيا او مطبوعات هڅه وکړي چې د شته بې نظمي د ختمولو لپاره خلک راپورته کړي او وهڅوي او په نارینه باندې د دغه بي رحمه يرغل مخه ونيسي، اکادیمیک مرکزونه هم خورا زیات مهم نقش لري، چې په علمي توگه د ښځينه او نارینه تر منځ توپیرونه را بربنډ کړي.
په لويديځ کې د فیمینزم ځينې پايلې دا دي:
• په اطریش کې50 فیصده د طلاق پيښې د کورنيو شخړو لامله رامنځ ته کيږي.
• په انگلستان کې 50 فیصده دښځو وژنه د خاوند يا ملگري لخوا ترسره کیږي.
. په درې اروپایي هیوادونو – آلمان، بریتانیا او فرانسه کې 25 مليونه ښځې یوازې اوسیږي چې یا خو طلاق شوي دي يا يې له سره واده نه دی کړی او یا هم د کورنیو د ړنگیدو له کبله په يوه زرتوب اخته دي. . په برازیل، کانادا، تایلند او ځيني نورو هیوادونو کې د ښځو د وژنو نيمايي پیښې د باي فرینډ لخوا ترسره کیږي. امریکا چې غواړي خپله بیلگه نورو ته ولیږدوی، حالت يې دا دی چې د وژل شویو ښځو دریمه برخه د باي فرینډ لخوا ترسره کیږي په کال کې لږترلږه يو مليون ښځې پولیسو ته د خپل خاوند يا باي فرینډ څخه شکایت ثبتوي.
دا په داسې حال کې چې 91% ښځې چې تيرې پرې کیږي، هغوی له سره پولیس نه خبروي هره ورځ څلور ښځې په کور کې د خاوندانو د وهلو لاندې مري، په کال 1993 کې په هره دقیقه کې په یوې ښځې جنسي جبري تیری شوی و، او په امريکا کې د طلاق د شمیرو کچه د ټولې نړۍ په پرتله لوړه ده.
په کال 1994 د اگست په میاشت کې د US News یوې سرشميرنې ښودلې ده چې 2٧% د امریکا ماشومان چې شميره يې 18 مليونه تنه کيږي وروسته له دې چې کورنې يې ړنگې شوي دي یوازې د یو له مور او پلار سره اوسيږي،چې په نتيجه کې همدوی د فقر نیستی او محرومیتونو سره مخ دي، او همدوی بیا په خپلو زده کړو کې ناکامه پاتې کیږي. . په امريکا کې هر کال لږترلږه دوه نیم لکه انسانان د مخدراتو له کبله مري.
دا يې يو څو بیلگې دي، چې له همدې کبله د امريکا يو پروفیسور ويلكنز وايي :د لویدیځ ټولنه اوس د مرگ کومي ته ورکوزه شوې ده او اوس غواړي چې نوره نړۍ د ځان پسې راکاږي.
دا د جندر او فیمینزم د خوځښت پايلې دي چې د امریکا ټولنه يې د گواښ سره مخ کړې ده، دا چې د دغه خوځښت مخه څرنگه ونیول شي؟ او په دې اړه کوم گامونه اخیستل په کار دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ټولو مسئولو اړخونو او اشخاصو ته پرې فکر کول په
کار دي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *