افغانستان

قزاقستان په افغانستان کې د سوداګرۍ خونه پرانېزي

د قزاقستان رسنیو خبر ورکړی، چې هېواد یې په افغانستان کې، د سوداګرۍ خونې پر پرانیستلو غور کوي. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه پریکړه په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دغه هیواد د یوه پلاوي په کتنه کې شوې ده.
د قزاقستان حکومت یو پلاوی چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر کوله په کابل کې له د اسلامي امارت له ځينې چارواکو سره لیدلې دي. دغه پلاوي پرون د کابل په هوايي ډګر کې د قزاقستان یوه اندازه بشري مرستې، د سوداګرۍ وزارت سرپرست ته سپارلي دي. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې هېواد به یې اوړه، غنم، د اورګاډي تخنیکي وسایل، د خپلې سوداګرۍ خونې له لارې افغانستان ته واستوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *