لیکنېمقالی اوتبصرې

قوم پرستي مو قوت ختموي!

کله چي صليبي جګړې د اسلامي ټولني د بنسټ غورځولو لپاره پيل سوې لومړى يرغل يې د ورورګلوۍ پر ديوال باندي و، ځکه دوی پوهيدل چې د اسلامي ټولنې د پاشلو او د يووالي د له منځه وړلو لپاره يوازي تعصبات رامنځ ته کول دي!
نو له همدې امله د فکري جګړې جنګياليو د قوميت بې روحه کالبوت په ترکيه کي راژوندی کړ، ترکانو چې د خلافت چارې يې په لاس کي وې، د عربو متحدو دښمن دستي په عربو کې دا فکر خپور کړ چي تاسو د رسول عيال ياست رسول په تاسو کيې تېر سوی دی، او د اسلام لپاره قربانۍ ستاسو نيکونو ورکړې دي، ترکان څوک دي چى مشري کوي!!
دا خبرې خو رښتيا وې، مګر ددې خبري تر شا مسلمانانو ته لوۍ خطر په کمين کي پروت و او د اسلام ټولي منافع ځیني برباديدلې!
عرب چارواکي د ملک حسین نيکه، شريف حسین د دغه قومي تعصب له امله خپل بيلتون او خپلواکي له خلافت څخه اعلان کړه، د عربي ټولنې څخه د اسلامي وحدت د له منځه وړلو په موخه مختلف شعارونه د قوم پرستۍ لپاره پورته سول!!
په مصر کي فرعونيت په سوريه کي فينقيت او په الجزاير کي بربريت تازه روح واخيست، د قوم او نژاد پر بنسټ سياسي خوځښتونه پيل سو، نوي ملتونه تاسيس سول دين او عقيده يې د ژوند له قاموس څخه وغورځول، دغه ډلې د سياسي مادي او نظامي ملاتړ څخه برخمنې وې، د همدغه وسيلې پر مټ صليبيان وتوانيدل چې خپلي زياتې آرزوګانې پوره کړي، د اسلامي ټولنې د بربادۍ لپاره همدغه نژادي بنسټونه ډلي او سياسي خوځښتونه دي، چې تر نن ورځې پورې د اسلام ريښې د ضرر رسانه چينجي په څېر وهي!!!
په يقيني توګه اسلام په هغه وخت کي ظهور کړى دی، چې قومي او نژادي تعصبات اوج ته رسيدلي وو، او بشري ټولنه د هلاکت مرحلو ته نږدې سوې وه، اسلام ټول قومونه او نژادونه د اسلام تر چتر لاندې د يوې ورورګلوۍ فضاء ته رابللي او راټول کړي يې دي.

فرید احمد (مبارز)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *