افغانستان
لسګونه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو له عمومي قوماندانۍ څخه فارغ شول
شریعت: د جګړه ایزو ګډو زده کړو عمومي قوماندانۍڅخه ۱۵۵ تنه مجاهدین فارغ شول. د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او سيمه ايزو قطعاتو
شریعت: د جګړه ایزو ګډو زده کړو عمومي قوماندانۍڅخه ۱۵۵ تنه مجاهدین فارغ شول. د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او سيمه ايزو قطعاتو او جزوتامونو د جګړه ایزو ګډو زده کړو له عمومي قوماندانۍ څخه وړمه ورځ ۱۵۵ تنه مجاهدين د پوځي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندان الحاج ملا عبدالجبار «صدیقي»، د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم «حذیفه»، مفتي محمد اسلم «حقاني»، ګڼ شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
په دې مراسمو کې مسؤلینو د خپلو ویناوو پر مهال د يادې قوماندانۍ ښوونکي او پرسونل د صادقانه خدمت ترڅنګ مجاهدين خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړل.
همدا راز د غونډې په پای کې فارغینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.