افغانستاناقتصاد او رغونه
لغمان او فراه کې سلګونو بې وزله کورنیو او بزګرانو مرسته ترلاسه کړه
په لغمان او فراه کې د بېلابېلو مرستندویه موسسې له لوري پر ۱۳۳۷ اړمنو کورنیو او مالدارانو سره مرسته وشوه.
د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د OCHR مؤسسې په مالي ملاتړ له ۹۳۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵ زره ۲۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ورته مهال په لغمان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له ۴۰۰ بزګرانو سره مرسته وشوه، چې په کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.