افغانستان

لغمان کې ۱۰ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

لغمان کې د تاریخ تېره خوراکي توکو د راټولو کمېسیون له لوري ۱۰ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي راټول او دغه ولایت والي قاري زین العابدین عابد په شتون کې وسوځول شول. قاري زین العابدین عابد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ولایت په سطحه درې میاشتې مخکې د تاریخ تېره خوراکي توکو د راټولولو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی و، چې له بېلابېلو هټیو یې یاد توکي راټول کړل او وسوځول شول.عابد د ښار پر ټولو هټیوالو او دوا پلورونکو غږ وکړ، ترڅو د تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو پلور بند کړي او که څوک د تاریخ تېره خوراکي توکو اودرملو په پلور ونیول شول له قانوني چلند سره به مخ شي.بل لور ته د یاد کمېسیون مشر او د صنعت او سوداګرۍ آمر قاري بلال محمد وویل چې دوی د ګډ کمېسیون په هڅو سره وکولای شول، چې د ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت لس ټنه خوراکي توکي راټول او وسوځوي.
نوموړی زیاته کړه، موږ هېچاته اجازه نه ورکوو ترڅو په ښار کې تاریخ تېره توکي وپلوري. د یادونې وړ ده چې په دغه کمېسیون کې عامې روغتیا، ښاروالۍ، امنیه قومندانۍ، ولایت مقام، چاپېریال ساتنې او د صنعت او سوداګرۍ ادارې شاملې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *