سرمقالې

لمـر پـه دوو ګوتونه پټیږي!

په افغانستان کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د لمر په څیر روښانه دي او په دې واقعیت څوک سترګې نشي پټولی هغه ستونزې چې ټوله نړۍ یې په مهارولو کې ناتوانه وه او په شلو کلنو کې یې ونشو کړای د ملت غوښنوته مثبت جواب ووایي د اسلامي امارت په واکمنیدو لمنځه تللي د بیلګې په توګه د ټول هیواد په جغرافیایې حریم واکمني، ډاډمن امنیت ټینګول، جنګ پای ته رسول، د اسلامي نظام قیام، سراسري سوله، د عدالت تامینول، د هیواد په بنسټیزو پروژو د کار پیلول او ترټولو مهمه لا دا چې د خپل هیواد له عایداتو څخه د حکومتي چارو سنبالول چې په اوسنیو حالاتو کې ځیني اتومي او پر مختللي هیوادونه له نړیوالو مرستو پرته خپل نظامونه نشي چلولی په داسي حال کې چې په افغان حکومت نړیوال بندیزونه اود تحریمونو حلقې ورځ تربلې پیچلي کیږي د ملت شمتنې مو کنګل شوې د رسمیت پیژندنې لړۍ په ټپه ولاړه ده خو د افغانانو مظبوطه اراده او متین عزم به یوځل بیا نړۍ دې ته اړکړي، چې پخپلو دریځونو له سره غور وکړي، لکه چې پښتو متل دی لمر په دوو ګوتو نه پټیږي نړیوال به حتمي او ضروري د افغان حکومت او ملت غوښتنوته غاړه ږدي او د تعامل له لارې به له افغان حکومت سره خپل روابط او اړیکې جوړوي لکه چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان چارواکو له افغانستان سره په تجارتي اړیکو او راشه درشه خبرې کړي او په دې برخه کې به ډیرژر یولړ پرمختګونه رامنځ ته شي زموږ خارجې سیاست او پالیسې د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې پربنیاد ولاړده او له نورو هیوادونو څخه مو هم ورته هیله ده چې زموږ په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي. ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *