دینې لیکنېلیکنې

له اسلام څخه مخکې د ښځو حقونه

سریزه

ښځه د بل هر انسان په څېر په ټولنه کې د ژوند کولو حق لري او په ټولو چارو کې مهم او اړين رول لوبوي¬. ښځې په ټولنه کې ځينې حقوق او دندې ¬لري. د اسلام مبارک دين او پخوانيو اديانو د ښځو د درناوي او د هغوی د حقونو د ثبتولو په برخه کې پوره روښانه بحث کړی دی. د کميت له پلوه ښځه په اټکلييز ډول د ټولنې له نمايي زياته برخه جوړوي. دغه ټولنيز موجود د ټولنې د چارو په سمون او د ژوند په ټولو برخو کې خورا زيات او د ارزښت وړ رول لوبوي. ښځه د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د ژوند سرچينه، ماندينه، خور او مور ده. ښځه په ټولنه کې د مشخصو حقونو او وجيبو درلودونکې ده. د ښځو حقونه په اسلام او بشري ټولنو کې واضح او روښانه دي سره له دې چې د اسلام مبين دين او نورو پخوانيو اديانو د ښځې د تکريم او د دوی د حقونو په تسجيلولو بشپړه څرګندتيا لري، خو په عمل کې دغه حقونه د تاريخ په بېلابېلو دورو کې تر پښو لاندې شوي دي. بناءً بده به نه وي تر څو د تاريخ په بېلابېلو دورو کې د ښځو د حقونو په څرنګوالي رڼا واچول شي. په ټوليزه توګه پرته له استثنايي مواردو ښځه د اسلام څخه مخکې ټولنو کې د هر راز ارزښت او اهميت وړ نه بلل کېده. ښځې د اموالو او اجناسو په څېر پير او پلورل کېدې او د نارينه په لاس کې د يوې آلې يا وسيلې په توګه ګڼل کېدې، په دغو ټولونو کې ښځه د ګناه او بد مرغۍ او عذاب سمبول ګڼل ګېده، له همدې امله که به نوی زږېدلی ماشوم نجلۍ وه، ژوندۍ به ښخېدله. په دې لنډه لیکنه کې به له اسلامه مخکې تمدنونو کې د ښځو پر حقونو بحث وکړو.

۱- د يونان په ټولنه کې د ښځو حقوق: په داسې حال کې چې د يونان هيواد د کلتوري علومو له نظره په تېرو ملتونو کې يو له متمدنو او پرمختللو ټولنو شمېرل کېده، خو د ښځو د حقونو په برخه کې، خورا ورسته پاتې و، ځکه چې تاريخ د دې شاهد دی چې په دغه زمانه کې، ښځه نه يوازې د کور په څلور دېوالونو کې بندي ساتل شوې وه، ، بلکې د جسمي پلوه هم له ربړونې او عذاب سره مخامخ وه، يعنې له ميراثه بې برخې وه او د نسل د توليد د يو وسيلې په توګه ګڼل کېده او په کور کې يې د يوه مزدور حيثيت درلود . په دې پرمختللې ټولنه کې ښځې د هېڅ ډول عزت او مقام حقداره نه وه، له ذلت او خوارۍ پرته يې بل څه نه درلودل او ټول لوړ مقام، عزت او کرامت د نارينه په لاس کې و او بس.

۲- په رومي ټولنه کې نارينه په کورنۍ کې مطلق العنان او د قيد او شرط څخه پرته پاچاهان ګڼل کېدل. په رومي ټولنه کې نارينه مذهبي رييس، سياسي حاکم او د کورنۍ د ټولو شئونو متصرف شمېرل کېدل او ټول حقونه هغوی ته منسوبيدل، نارينه د هر څه څښتن وو او د ژوند په ټولو چارو کې يې بشپړ واک درلود، حال دا چې ښځې د هېڅ شي څښتنې نه وي. لکه څنګه چې تاريخ پوهانو څرګنده کړې ده، په روم کې به چې ښځې په يوې کورنۍ پورې تړاو وموند، په بشپړه توګه به د هغې کورنۍ ملکېت ګڼل کېده، وروسته له واده څخه به د نومو‌ړې ښځې د خپلې پلرنۍ کورنۍ سره د خپلوۍ ټولې اړيکې پرې کېدلې او د مېړه شخصي مال به ګڼل کېده. مېړه د خپلې ښځې او لوڼو د ژوند په ټولو برخو باندې حاکم و، مېړه قانوناً حق درلود چې خپله ښځه د هر ډول جرم په ارتکاب محاکمه کړي او هر ډول سزا يې چې لازمه ګڼله پرې تطبيق کړي. مېړه آن کولای شو خپله ښځه اعدام کړي او ويې وژني. که چېرې به د ښځې مېړه مړ کېده، هغه به د خپل مشر زوی، لېوره او يا هم د مېړه د تر ادارې لاندې راتلله.

۳- د يهود په زمانه کې: يهوديان په دې آند وو چې نجلۍ د خدمتګارې حيثيت لري او پلار يې د هغو د پلورلو حق درلود. ښځې ته ميراث نه ورکول کېده، خو د ورور د نه شتون په صورت کې يې کولای شول له دغه حقه برخمنه شي. پلار کولای شول د خپل ژوندانه پر مهال لور ته يو څه وروبښي. همدا راز کله به چې نجلۍ د ورور د نه شتون په صورت کې د ميراث حقداره شوه، بيايې نو د واده حق نه درلود او که چېرې به يې واده وکړ، د ميراث له حقه بې برخه کېدله. په همدې توګه که چېرې به نجلۍ د ورور د شتون په صورت کې له ميراثه بې برخې شوه، د دې نفقه پر ورور او مهر يې د دې پر مېړه تثبيتېده.

۴- په نصراني (مسيحي) ټولنه کې د ښځو حقونه: مسيحي ټولنې د نورو په پرتله د ښځو د حقونو په اړه له خورا مبالغې کار اخيست او د ښځو په اړه د مسيحيانو کړنې په يولړ عقيدو باندې ولاړې وې. دوی ښځه د ګناهونو او فسادونو سرچينه ګڼله او په دې آند وو چې ښځه د نارينه لپاره د جهنم دروازې يوه دروازه ده. يو ستر مسيحي پوه، کراي سوستم په دې هکله داسې ويلي دي:( ښځه هغه شر دی چې له هغې څخه د تېښتې لارنه شته، هغه د فطرت وسواس، د خوښۍ وړ آفت، د کورنۍ لپاره خطر، دعاشقانو قاتله، مصيبت او سوځوونکې او لمبې وهونکې اور دی).

په پنڅمه ميلادي پېړۍ کې د پوهانو ستره غونډه جوړه شوه او دې پوښتنې په هکله يې بحث کولو چې (آيا ښځه يوازې يو مجرد او بې روحه جسم دی او يا داچې د روح خاونده ده؟) د دې غونډې په پای کې دې فيصلي ته سره ورسېدل چې ښځه د هغه ناجيه (ژغورونکې) روح څخه چې دا بايد د جهنم څخه وژغوري، تشه (بي برخې) ده. په (۵۸۶) زږديزکال کې فرانسويانو يو کنفرانس داير کړ تر څو چې دا خبره جوته کړي چې ښځه انسان ده او که نه ده ؟ وروسته له ډېر جر او بحث څخه دې پايلې ته سره ورسېدل چې ښځه انسان ده او د نارينه د چوپړ لپاره پيدا شوې ده. دوی په دې اند وو چې له ښځو سره د جنسي اړيکو درلودل نجس او پليد عمل دی او هغو څخه بايد ځان وساتل شي که څه هم د نکاح او مشروع تړون له لارې دا عمل سرته ورسېږي او انزوا د واده څخه ښه ده. دغه ډول رهباني آند او تفکر د خلکو په روح داسې اغېزه وکړه چې نکاح يې پليده او نجسه ګڼله او د ښځې مقام او

حيثت د ژوند په ټولو اړخونو کې خورا

ټيټ وو.

۵- داسلام نه مخکې په عربي ټولنه کې د ښځو حقوق: د اسلام نه مخکې په عربي ټولنه کې ښځې د ژوند په ټولو برخو کې له خپلو حقونو بې برخې وې، د نجلۍ د زږېدو پر مهال به خلک خپه کېدل او بد شګون به بلل کېده. په دې ټولنه کې د نجلۍ زږېدل د کورنۍ لپاره د بدمرغۍ او لوی ناورين په توګه تعبير شوي وو، د ښځو په وړاندې د دوی کرکه او غصه دومره وه چې خپلې لوڼې به يې ژوندۍ ښخولې. ښځې له ميراثه بې برخې وې، ځکه چې دوی عقيده لرله چې ښځې ته ميراث ورکول پرديو (د ښځې خاوند او خپلوانو) ته د جايداد سپارل دي. په همدې توګه دوی دومره حريص وو چې غوښتل يې تر څو نجلۍ د خپل پلار په کور کې پاتې او واده نه شي. ښځه د هېڅ ډول ټاکلو حقونو څخه برخمنه نه وه چې مېړه بايد د هغوی په ورکړه مکلف وای. د طلاق په ورکړه کې هم محدود عدد شتون نه درلود، نه هم د ښځو سره د نکاح کولو په شمېره کې حدود موجود وو او نه هم ښځې ته د راتلونکې مېړه د ټاکلو حق ورکړل شوی و.

۶- داسلام نه مخکې د فارس په ټولنه کې: په دې ټولنه کې ښځه په بشپړه توګه د سړي تر حاکميت او کنټرول لاندې وه او نارينه حق درلود تر څو ښځه بي له پوښتني ځواب او پرته له کومي محاکمې او بي له دې چې په موضوع څېړنه ترسره شي، د لزوم په صورت کې په مرګ محکومه کړي. ښځه د کور د مال په شان د سړي په قبضه کې وه. د حيض په وخت کې به ښځې له کوره ايستل کېدې او ښځې به دا وخت له کلي او ښاره بهر په يوه وړه خيمه کې تېراوه، چا به د حايضې ښځې سره معاشره نه درلوده، آن هغه چا به چې نوموړي ښځې ته خواړه وړل خپله پوزه به يې په يوه ټوکر کلکه تړله تر څو د هغې د نجاست او پليتۍ څخه لرې وي او د هغې هوا تنفس څخه به يې په کلکه ډډه کوله چې له حائضې سره يې تماس درلود. د فارس په ټولنه کې د نسبي محرماتو، لکه د ترور، مورنۍ ترور، لور، خور او ورته ښځو سره نکاح مجازه ګڼل کېده.

۷- داسلام نه وړاندې په آريايي ټولنه کې د ښځو حقوق: په اوومه ميلادي پېړۍ کې د خراسان ښځې نسبتاً مهمې او د اهميت وړ ګڼل کېدې، د هغه وخت د قوانينو له مخې ښځو د واکمنۍ او په شاهي مقامونو کې هم د کار کولو حق درلود. د هغو مقرراتو له مخې چې په دې زمانه کې رامنځ ته شوي وو، د دوديز آريايي طبقې له مخې، چېرې چې خلک په څلورو طبقو وېشل شوي وو، د لوړې طبقې سره د ټيټې طبقې واده کول منع وو او له نږدې خپلوانو سره واده کول هم منع وو او کله به چې ښځې يو ځل واده وکړ، دويم ځل يې نه شو کولای چې مېړه وکړي.

ماخذونه:

۱- ايوبي، کوهدامني(1391). حقوق بشر، جندر واطفال، کابل. انتشارات قومنداني اکادمي پوليس.

۲- حضرتی، غلام دستګیر. ۱۳۸۴، آموزش حقوق اطفال.

۳- رسولی، محمد اشرف، اسلام و حقوق بشر و پس منظر حقوق بشر در افغانستان

پوهنیار سیدرفیق حکیمی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close