مقالی اوتبصرې

له افغانستانه د سرولښکرو د تېښتې ورځې په پلمه

شاه محمود درویش
د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ هر يرغلګر د افغان ولس پر وړاندې ماته خوړلې.
افغان ملت د تاريخ په اوږدو کې تل د پردیو زورواکو او ځان غوښتونکو یرغلگرو له بی رحمه، ناروا او د هرراز انساني اصولو او ارزښتونو پر خلاف له وحشي تاړاکونو سره مخامخ شوى، خو تارىخ شاهد دى چې باتوروافغانانوتل د ملي يووالي په عالي روحيه او د هیواد پالنی په ځانگړي احساس سرښندونکې مبارزې کړی او د پاک الله ((ج)) په مرسته، فضل او کرم سره يی د یرغلگر دښمن پر وړانديې تل برى موندلى دى، البته د روان لمريز کال د سلواغی مياشتی شپږویشتمه نیټه چې د 2020 زیږدیز کال دفبروري له 15 مې نیتې سره برابره ده، په افغانستان كی د سرو لښکرو د ماتی او له دغه هیواده د تیښتی له ورځی سره سمون خوري، ځکه چې له نن څخه ۴۳ کاله وړاندی د ( ۱۳۵۸) لمريز کال د مرغومی په شپږمه نیټه چې د (۱۹۷۹) کال د دسمبر له ۲۷ می نیټی سره برابره ده د پخواني شوروي اتحاد سرولښکرو هم د انگريزانو د یرغل په څیر د هوا او د حیرتانو او تورغونډۍ له لاری پر افغانستان يرغل کړي و، خو د افغانستان مسلمان او پر آزادۍ مين ملت سراسري پاڅون وکړ او د هجرت او جهاد لاره يی غوره كړه. د شوروي اتحاد وحشي لښکرو ددې ملت په بمبارولو او عامه وژنو لاس پوری کړ، په زرگونو بیگناه مسلمانان يی په ډله ييزه توگه په کندوکې وغورځول اود بلدوزرو په وسيله يی تر خاورولاندی كړل، په افغانستان کې داسی کلی او سيمه پاتی نه شوه چې د شوروي اتحاد زغره والو ټانکونو او جیټ الوتکو حمله او يرغل نه وي ور وړی، خو لکه څنگه چې د افغانستان مسلمان او قهرمان ملت مرگ ته د غلامۍ له ژوند څخه ترجیح ورکوي، نو دغو وحشیانه او عامه وژنو د دوئ د ایمان او سرښندنی په ولولو کې هیڅ ډول سستي رانه وستلي شوه او د سرو يرغلګرو په مقابل كی يی دخپل هیواد د آزادۍ لپاره يو نيم ميليون شهيدان وركړل اوپه ميلونونو نور افغانان معيوب او يتيمان شول،دغه راز يی کلي او کورونه په کنډوالو بدل شول، ټول اقتصادي تاسيسات يی له منځه ولاړل ،خو بيايی هم خپل سپيڅلي جهاد ته تر هغو پورې ادامه ورکړه چې د شوروي سرولښکرو ماتی وخوړه او له افغانستان څخه يی د تیښتی لاره غوره کړه. د افغانستان له سپیڅلي جهاد څخه د محکومو ولسونو د آزادۍ مدرسه جوړه شوه، د نړۍ په نقشه کې د شوروي اتحاد نوم ورک شو، د لينين مجسمه رانسکوره شوه، د جرمني هیواد مرکز د برلين ښار په خیټه کې د ختيځ او لویديځ جرمني په نامه درول شوي ديوال ونړول شو او له درې څلویښتو کلونو راهيسی د روسيی له حاکميت نه وروسته د چکوسلواکې د خلکو پاڅون روسي تسلط ته د پاي ټکي کېښود، لنډه داچې نړيوال په دی وپوهیدل کوم ولسونه چې په خپله غلامۍ ته غاړه کې نږدي هیڅکله هم په زوره غلامي پری نه شي تپل کېداي. اوس شوروي اتحاد ورک شوي، خو افغانستان لاژوندي دي او د افغانانو په زړه کې د اسلام ژوند بخښونکي روح چلیږي، ښکېلاکگرو که د تاريخ په اوږدوکې په دی اسلامي او آزاده خاوره هر څومره يرغلونه وکړل، خو په پاي کې يرغلگر نيست او نابود شول او افغانستان د يو اسلامي او آزاد هیواد په توگه سرلوړي پاتی شو او څو چې دا دنيا ودانه وي افغانستان به ژوندي وي، البته دایو رښتینی واقعیت دی چې افغان ویاړلي ولس د تاريخ په اوږدو کې تل د پرديو زورواکو او ځان غوښتونکو ير غلگرو له بی رحمه، ناروا او د هرراز انساني اصولو او ارزښتونو پر خلاف له وحشي تاړاکونو سره مخامخ شوي ، خو تاريخ شاهد دي چې باتوروافغانانوتل د ملي يووالي په عالي روحيه او د هیواد پالنی په ځانگړي احساس سرښندونکې مبارزی کړی او د پاک الله (ج) په مرسته، فضل او کرم سره يی د يرغلگر دښمن پر وړاندی یې تل بري موندلي دي، بناءً پاک خداي (ج) دی تل گران افغانستان آباد، ودان، سمسور، ښيرازه او ژوندي ولري.
البته په دی کې هم هیڅ شک نه شته چې د افغانستان د پرمختگ دښمنان لاهم هلی ځلی کوي ترهغو چې دبی اتفاقی په اچولو سره د هیواد د پرمختگ مخه ونیسی، خو موږ باید تل هوښیار بیدار او با تدبیره واوسو او په بشپړی هوښیاری او بیداری سره دغه هیواد هغه ځای ته ورسوو، چې خلک یې غواړي ځکه زمونږ ګڼ شمیر هیوادپالو افغانانو ددغه هیلو دتحقق په خاطر خپلی وینی نذرانه کړی او شهیدان شویدی او دافغان ولس د هوساینی په موخه زموږ شهیدانو هم په دغی لاره کې خپلی وینی تویې کړیدی، بناً دوخت غوښتنه هم داده اوروان حالت هم داایجابوی چې باید ټول افغانان په پوره همغږی، یووالی او د هیواد پالنی په لوړه او عالی روحیه له هر ډول توپیرونو پرته یوازی او یوازی د یو سپیڅلی افغان په توگه خپلی هلی ځلی یو موټی کړی او په دی توگه هیواد او هیوادوالو ته ترقی، پرمختگ، نیکمرغی او هوساینه ور په برخه کړی، ځکه دتاریخ په اوږدو کې افغان پتمن ولس تل له مختلفو ناورینونو څخه ځان ژغورلی اوبری ته رسیدلی دی چې واقعاً دا یې د ملی یووالی او بشپړ اتفاق زیږنده وه ، بنآ راځي چې دټولو پتمنو افغانانو تر منځ چې د گران افغانستان د ښکلی گلبڼ راز راز ښایسته گلان دی د ملی یووالی او ملی پیوستون لوړه او عالی روحیه پیاوړی کړو چې له امله یې دا ویجاړ افغانستان ودان شی او ځوریدلو افغانانو ته هم بشپړه هوساینه او هراړخیزه نیکمرغی ور په برخه
شي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *