افغانستان

له افغانستان سره دقطري مرستو پردوام ټینګار شوی

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني پرون له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره د ټلېفوني اړیکې پر مهال د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اړه په یوې اعلامیه کې لیکلي، دوی په ‌دې خبرو کې د قطر او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث کړی دی. همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې بلېنکن په‌دې خبرو کې له افغانستان سره د قطر د مرستو د ستاینې تر څنګ د دې مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *