افغانستان

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو څلوردیرشمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۳۴ کاله وړاندې (۱۳۶۷/۱۱/۲۶هـ ش) د وخت شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه دې ته اړکړل شول چې افغانستان پریږدې او خپل اشغال پای ته ورسوي.
د افغانستان اسلامي امارت د دې سترې ورځې په مناسب چې زموږ د ویاړلي ملت د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې یو اشغالګر ابرقدرت ماتې وخوړه، ټول ولس ته مبارکي وايي او زموږ د تاریخ یوه ویاړمنه ورځ يې بولي.
دا هرڅه د الله تعالی د دین برکت وو چې افغانانو د الله جل جلاله په دین باندې منګولی لګولې وې، د الله جل جل جلاله څخه غوښتنه کوو چې ټول تر پای پورې په خپل دین باندې ټینګ ولري.
افغانستان تل په سیمه کې یو مهم هیواد پاتې شوی او په دې هیواد کې بدو پيښو په ټوله سیمه باندې بد اثر غورځولی دی، همدا ډول د وخت د شوروي اتحاد یرغل هم چې د ۱۳۵۸کال د جدي میاشتې په ۶ پیل شو پخپله ۹ کلنه دوره کې افغانانوته شهادتونه، بدامنۍ، فقر او ناورینونه راوړل او هم يې سیمې ته مهاجرتونه او بیلابیل زیانونه درلودل؛ خو د افغانانود بې ساری قربانیو او مجاهدو په مټ دغه ستر تجاوز مات شو.
افغانان متجاوز خلک نه دي، خو د نورو تجاوز هم نشي زغملی، تر شوروي یرغل وروسته د امریکاپه مشري اشغال پیل او بیا ماتې هم ثابته کړه چې افغانان د بیګانه یرغلونو په وړاندې خورا حساس دي او خپل ایماني او ديني مکلفیت يې بولي چې له خپلو دیني ازرښتونو او د هیوادله آزادۍ او خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.
افغانان لکه څرنګه چې د جنګ په میدان کې ګټونکي او بریالي دي، همدا ډول په تفاهم او تعامل کې هم مخلص او متعهد دي، نو ښه داده چې نور هيڅ لوری هم د افغانانو د ځورولو هڅې ونه کړي.
که هیوادونه زموږ سره رغنده او نیک تعامل ته راشي موږ هم د خپلو دیني او ملي ګټو په نظر کې نیولوسره مثبت تعامل ته آماده یو.
همدا اوس چې په افغانستان کې یو مشروع، واحد او مستقل حاکمیت د اسلامي امارت تر قیادت لاندې راغلی دا د ټولو پخیر ده چې له فرصت څخه په ګټه اخیستنه د تفاهم لاره ونیسي د مثبت پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *