افغانستان

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون: نظام کې راستنو شویو مسلکي کسانو ته کار ورکول کیږي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند وايي، د افغانستان اسلامي امارت به هغو استعداد لرونکو او رېښتینو شخصیتونو ته په حکومت کې د کار زمینه برابره کړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او یا هم راستانه کېږي. له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون زیاتوي، تر اوسه د وزیرانو، والیانو، جنرالانو، د ملي شورا غړو او پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو په ګډون له ۵۰۰ ډېر سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي. له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته د هغو افغان سیاسي او نظامي شخصیتونو د راستنېدو په موخه جوړ شوی، چې له هېواده وتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *