افغانستان

له ایرانه راستانه شویو افغان کډوالو سره نغدي مرسته وشوه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام تیره ورځ په نیمروز ولایت کې له ایران څخه هېواد ته سلګونه راستنو شویو افغان کډوالو ته نغدي مرستې ویشلې دي. باختر آژانس ویلي چې ۴۷۳ راستنو شویو کورنیو ته هرې یوې ته اته نیم زره افغانۍ ورکړل شوې دي. ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې په دې دوو هېوادونو کې له شپږ میلیون زیات افغان کډوال استوګن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *