افغانستان

له ایران سره د دوو اړخیزو همکاريو موافقه لاسليک شوه

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د تیرې یکشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ایران هېواد د خوړو او درملو ادارې له رئیس ډاکټر حیدر محمدي سره د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاس لیک کړ.
په دغه هوکړه لیک کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوی، ایراني سوداګرو ته په افغانستان کې د خوړو او درملو د تولید او تورید په برخه کې د پانګونې زمینه برابرول، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې یو شمېر فني کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږد مهاله ورکشاپونه دایرول، تر ماسټرۍ، دوکتورا او تخصص تر کچې پورې د تحصیل زمینه برابرول، له ایران څخه افغانستان ته د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د وسایلو انتقال، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، افغانستان کې د ایراني کمپنیو د ثبت په پروسه کې آسانتیاوې رامنځته کول، ایراني اقلامو ته بازار موندنه، د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب په موخه د اړینو معلومات شریکول، او د دواړو هېوادونو پر نیکو اړیکو او همغږۍ ټينګار شوی ده.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر ويلي، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د افغانستان خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو صنعت وده وکړي او د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت، خوندیتوب او قاچاقو د مخنیوي په برخه کې به د دواړو هېوادنو ستونزې حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *