افغانستان

له ترکمنستان څخه د برېښنا واردولو قرارداد تمديد شو

شریعت: د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمن انرګو ( افغانستان او ترکمنستان) ترمنځ د برېښنا تورید تړون

شریعت: د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمن انرګو ( افغانستان او ترکمنستان) ترمنځ د برېښنا تورید تړون د 2023 م کال لپاره لاسلیک شو.
برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تړون د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د وزیر ملاعبدالطیف منصور صاحب په شتون کي تمدید او پرون رسماً د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او د ترکمن انرګو د رئیس لخوا د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شو. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې (د روان کال د مرغومی په ۲۰ مه) له تاجکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د واردولو تړون، ترکیه کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال تر پایه وغځول شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *