لیکنېمقالی اوتبصرې

له خټينې حُجرې د سپينې ماڼۍ زوال

۲۹ کاله مخکې د اسيا زړه (افغانستان) د زور واکو او لنډغرو د وحشتونو او بربريت ځاله وه غلا، فساد، لواطت، ظلم، او د هلکانو ودول يو رواجي کار و، هلته مظلوم او بې وسه افغانان نور له دې وحشتونو او ظلمونو مهربان رب (جل جلاله) ته لاس په دُعاء وو، چې له دې بربريته د خلاصون لپاره الله (ج) يو داسې څوک پيدا کړ، چې مظلومو افغانانو ته له دې ستر وحشت او دهشت نه د نجات سبب جوړ شي.

دا چې دا هيواد (افغانستان) له پېړيو پېړيو د اتلانو ټاټوبی دی، ستر ستر اتلان او غازيان لري، خو په دې حساس وخت کې هم يو اتل او رهبر ته ضرورت د رلود، چې رب العالمين د دې رهبريت او اتلولۍ لپاره ها د خټينې آبادۍ او حُجرې يو باعزمه، شُجاع، د مظلومو افغانانو په حال دردمن ملا محمد عمر مجاهد (ثالث عمر رحمه الله) له خپلو اتلانو ملګرو سره د ظالمو او بې رحمه پاټکيانو د سر کوب کولو لپاره را پورته کړ، ظالم پاټکيان يې د هر راز قربانيو په بدل کې له دې سپېڅلې خاورې وشړل او ځينې يې د ابد لپاره ختم کړل او د اسيا زړه (افغانستان) يې له بربريت او وحشته خلاص کړ، افغان مجاهد ولس يې کلک ملاټر وکړ او ملا محمدعمر مجاهد يې د جيَدو او مخورو علماء کرامو له يوې سترې غونډې وروسته د مؤمنانو امير (اميرالمؤمنين) وټاکه د محمدي سپېڅلي شريعت احکامات يې جاري کړل، د هېواد ۹۵سلنه خاوره يې د سر سپارلو طالب شازلميو د سر په بدله تر واک لاندې را وسته.

خو داچې غربي بلا او مل اتحاد يې د اسلام سر سخته د ښمنانو(يهودو او نصاراوو) دا هر څه څارل، د افغانستان په غيور ولس د محمدي غرَّا شريعت نافذېدل د دوی خوب حرام کړی و، چې بلاخره يې د ۴۸ غربي او کفري هېوادونو په ملتيا د اسلام د سر سخت دښمن (بوش لعين) د واکمنۍ په مهال( ۲۰۰۱ ع م) کال د آسيا په زړه (افغانستان) په خپل ټول زبر ځواک سره يرغل وکړ، چې په دې سره يې د طالب شازلميو تحريک ړنګ کړ، په بدل کې يې خپل په لاس جوړ شوی کفري قانون جوړ کړ.

د يرغلګرو له يرغل نه څه موده مخکې کفري رسنيو د اسلامي امت له دې عظيم رهبر (ثالث عمر رحمه الله) سره څو څو ځله مرکې وکړې، چې په هر وار سره به ملا محمدعمر مجاهد (رحمه الله) د مظلومو افغانانو د بريا او د يرغلګرو د شکست خبره کوله، خو په پيل کې دا هېڅ چاته د منلو وړ نه وه.

د اسلام سر سپارلو اتلانو خپل مقاومت ته د پای ټکی کېنښود، بلکې د قربانۍ يوه نوې مرحله يې د خپل محبوب رهبر (اميرالمؤمنين ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله) په مشري او د اسلامي احکاماتو په رڼا شروع کړه.

له هغې خټينې آبادۍ او حُجرې د طالب شازلميو د محبوب رهبر (ثالث عمر رحمه الله) رهبري او د دوی هر راز قربانيو او تکاليفو رنګ را ووړ، په عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو وسائلو سمبال د سپينې ماڼۍ واکمنانو او اجيرانو ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، د دې عصر د ولي (ثالث عمر رحمه الله) پېشګوئي رښتونې شوه.

سپنې ماڼۍ د خټينې آبادۍ د حُجرې له ولي الله (ثالث عمر رحمه الله) له سپېڅلي رهبريته د ده رحمه الله په ژوندون کې شکست وخوړ او د خپلې ماتې اعتراف يې د سولې تر نامه لاندې د امريکا د نوي حکمران (اباما لعين) په خوله سره وکړ.

خو د مسلمه امت دا عظيم رهبر د مؤمنانو امير د حقيقي ژوند په لوري د ابد لپاره وکوچېد، د ده قربانيو رنګ راووړ، د ده په لاس جوړ شوی اسلامي امارت د غربي بلا زور اوبه کړ، د دوی پرمختللې ټکنالوژي او وسائل يې دړې وړې کړل، يرغلګر يې د خبرو مېز ته راکش کړل او په ماتې او شکست يې ټوله نړۍ شاهده شوه.

له مغرورې نړۍ جوړه ده سوالګره

خپلواکي مو ترېنه واخيسته په نره

اې تر تورو خاورو لاندې قلندره

سر راپورته که ملا محمد عمره

(چنار ټکور)

د ثور مياشتې ۴ د مرحوم امير المؤمنين (ثالث عمر رحمه الله) د وفات لسم تلين .

په همدې ورځ اسلامي امت او په ځانګړې توګه افغان ولس له خپل مشفق، زړوَر او مجاهد رهبره بې برخې شول.

د خوښۍ او وياړ ځای دی، چې د ارواښاد رحمه الله تګلاره او مسير په نظامي او سياسي برخه کې د ده رحمه الله په مسير تلونکو مجاهدينو له لوري په ښه بڼه تعقيبېږي.

د يو روښان او پرمختللي افغانستان په هيله

شهاب غزنوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *