تاریخ او جغرافیهلیکنې

له خپلوانو سره د خیانت او پردیو سره د ملګرتیا انجام

عرب یو ضرب المثل لري چي « التاریخ عٍبَرٌ « تاریخ عبرتونه دي، لوستونکي باید پند ورڅخه واخلي ، کوم ملتونه چي د خپل تیر تاریخ څخه عبرت أخلي، پر هغوی ناکامي د دوهم ځل لپاره نه تکراریږي، ددي حدیث شریف چي محمد علیه الصلاة و السلام فرمایي[ لایلدغ المؤمن من جحر واحد مرتین.الحدیث] مؤمن له یوه غاره دوه ځله نه چیچل کیږي، ددي حدیث شریف فقهه هم دغه ده چي مؤمن له خپل تیر تاریخ څخه عبرت اخلي، د بیا لپاره د بدنامۍ او ناکامۍ عمل نه تکراروي.

عبدالرحمن محمود

عرب یو ضرب المثل لري چي « التاریخ عٍبَرٌ « تاریخ عبرتونه دي، لوستونکي باید پند ورڅخه واخلي ، کوم ملتونه چي د خپل تیر تاریخ څخه عبرت أخلي، پر هغوی ناکامي د دوهم ځل لپاره نه تکراریږي، ددي حدیث شریف چي محمد علیه الصلاة و السلام فرمایي[ لایلدغ المؤمن من جحر واحد مرتین.الحدیث] مؤمن له یوه غاره دوه ځله نه چیچل کیږي، ددي حدیث شریف فقهه هم دغه ده چي مؤمن له خپل تیر تاریخ څخه عبرت اخلي، د بیا لپاره د بدنامۍ او ناکامۍ عمل نه تکراروي.

ابن الأثیر رحمه الله په خپل تاریخ «الکامل» کي لیکي: چي کله مغولي بادشاه چنګیزخان د بخاریٰ پر ښار باندي هجوم ور وړ، د ښار و خلګو ته یي مکتوب ولیږه، که هر څوک زموږ په صف کي و دریږي د هغه سر او مال به په امن وي.

ددي اعلان سره د بخاریٰ د ښار مسلمانان پر دوو برخو و ویشل شول.

یوي ډلي و مغولي بادشاه چنګیزخان ته د تسلیمۍ څخه إنكار وکړ ، او پر دي یي إصرار كاو چي باید د خپل ښار او کورونو أو ناموسونو څخه تر مرګه، دفاع وکړو، تر څو چي یو سړي هم ژوندی پاته وي جنګیږو به.

دوهمي ډلي د مغولي بادشاه له ویري، تسلیمۍ او غلامۍ ته غاړه کيښوده.

چنګیز خان چي د بخاریٰ د مسلمانانو تر مینځ په یې اتفاقۍ او تفرق خبر سو ، و هغي تسلیم شوي ډلي ته یي خط ولیږه که چیري تاسو د هغه جنګ کونکو په مقابل کي زموږ همکاري وکړئ، د بخارۍٰ او د اطرافو واک به یي تاسو ته درکړو ، سُلطة او حکم به ستاسو وي.

و چنګیز ته تسلیم شویو ګواګیانو موافقه وکړه او لښکرې یي تیاري کړي، د خپلو مسلمانانو سره په جنګ اخته شول، مغولي لښکرو یي سیل کاوه ، د یوه ښار او یوي عقیدي خاوندانو په خپل مینځ کي سره وژل ، چنګیز خان یي انتظار کاوه چي څوک به میدان ګټي.

جنګ پای ته ورسید ،خائنان او د چنګیز غلامان کامیاب شوو ، خپل مسلمانان یي د چنګیز خان لپاره او د واک حاصلولو لپاره په شهادت ورسول.

چیګیزخان پر خپل لښکر ږغ وکړ چي اوس نو دوی خالي سلاح کړئ، او ورپسي یي ذبح کړئ، مرۍ یي ور غوڅي کړئ.

او بیا یي ددي خائنینو په هکله خپله هغه مشهوره مقوله وویل( که پر دوی باور کیدلای سوای، دوی به د خپلو وړونو سره ، او د خپل ښار او عقیدي د ملګرو سره خیانت نوای کړي)

همدا د خائنانو انجام سو ، لومړی یي د خپلو مسلمانانو په وینو لاسونه سره شول ، د مؤمنانو قتل عام یي وکړ، ورپسي دوی هم د چنګیز لخوا ووژل شوه.

همدلته د جناب اکرم صلی الله علیه وسلم و هغه حدیث شریف ته متوجه کیږو چي فرمایلي دي[ من اعان ظالما سلطه الله عليه.الحديث] كه چا د ظالم ملګرتیا وکړه ، ألله رب العزت به هماغه ظالم پري مسلط کوي، او د هغه په لاس به جزاء ورکوي.

په دې وروستیو کي هماغه د بخاریٰ د خائنانو او چنګیز خان قیصه د غرب پر ګواګیانو مکرره شوه ، امریکا په عراق کي هم خپل ګواګیان د کار اخیستلو وروسته، ذلیل پریښودل ، او به أفغانستان کي هم.

همدا اوس د امریکا او د هغوی د متحدینو په کمپونو کي اکثریت هغه عرب ، او افغانان پراته دي چي غربیانو ورته د تابعیت وعدې ورکړي وي، او دوی ورته په بدل کي خپل د عقیدي وړونه وژلي او تحقیر کړي وو، نن یي نه دین سو او نه یي دنیا.

هم د رب العالمین په حضور کي مجرمین دي، او هم د خپل أولس سره د خائنینو په تاریخ کي ثبت شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *