سرمقالې

له سرحدي شخړو په کلکه ځان ساتنه په کار ده!

تېره ورځ دسپین بولدک او پکتیا ډنډ پټان پر ډیورنډ کرښه د افغاني او پاکستاني  ځواکونو ترمنځ د وسله والو نښتو خواشینونک رپوټونه خپاره شول. طبیعي ده چې له دې ډول پېښو سره د دووګاونډیو هېوادونو پر  اړیکو خامخا ناوړه  اغېز پرېوځي. په تېره بیا چې کرښه هم لانجمنه، غاصبانه، دوه نیم زره کیلو متره اوږده او بیا د دواړو ولسونو ترمنځ ګڼې تاریخي، دینی، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزي اړیکې هم شتون ولري.

تردې ورها خوا کله چې بیا یو لوری زموږ په شان څلور څلوېښت کلنو جګړو هم داسې ځپلی  وی چې ټوله نړۍ یې د خېټې مړولو لپاره بسپنې ورته راغونډ وي!  البته موږ داهم منو چې پاکستاني عسکرو به لس ګونه ځله تېری او ناوړه پاروونکې چارې ترسره کړې وي، خو داچې زموږ مجبوري اوکمزوري ده نو پرته له زغمه بله هیڅ چاره یې نه را معلومیږي. حقیقت دادی چې ان د افغان حکومت د بنسټ اېښودونکي  احمد شاه بابا له زمانې رانیولې بیا تراوسه دوه سوه اویا کلونو کې موږ هیڅکله هم د هېواد په ځان بسیاینه کې نه یو بریالي شوي. بلکې زیاتره وخت مو یرغلګرو سره په مقابله او مدافعه کې لګېدلی او داهم ځکه چې موږ خپل کور نه دی جوړکړی، خپل خلک مونه دي بسیا کړي او د یو داسې نظام پرجوړولو مو کارنه دی کړی چې بشپړ ولسي ملاتړ ولري. او له ولسي ملاتړه هم په دې خاطر محروم پاتې شوي یو چې سیاستوالو به یاد لیبرالیزم پردی نا آشنا رسم و رواج پرخلکو تحمیلولو او یا به یې له دینی پلوه خلکو سره توند او سخت ګیرچلند کاوو. تردې چې همدغه ظالمانه، تنګ نظره او زور واکی چلند به د ځینو اشخاصو د نارضایي لامل او د پردیو یرغلګرو د راتلو سبب شو. موږ همدغه ټکي پاتې راوستلي او په ذلت او خوارۍ اخته کړي یو. مطلب کله چې ظاهرخان د انګریزي ځواکونو تروتلو وروسته پښتني سیمو کې د پاکستانۍ جنډې درېدل او پنجابي عسکرو دېره کېدل په رڼو سترګو لیدل اوزغمل، نو ښکاره ده چې ځان به یې کمزوری او مجبور ګاڼه، نن موږ ترهغه لازیات مجبور او در په دره یو. تردې  چې دادی په نړۍ کې مو نه د ملګرتیا او راشه درشې څوک شته او نه درسمي راکړې ورکړې، بلکې لا زیاتره بدرد هم را پسې وایي او بندیزونه هم را لګوي. په دې  اساس موږ ته لازمه ده چې خپل موجوده وضعیت په ښه ډول درک او په هیڅ صورت داسې کوم پارونکي یا انتقام اخیستونکي عمل ته اجازه ورنه کړو چې پایله یې د لارو بندېدل، سوداګري خرابېدل او د بې وزله عوامو ستونزې زیاتېدل وي. زموږ د مشرانو باید همېشه دې ټکي ته پام وي چې د نن زمانې ډېر زورور او پیاوړي حکومتونه هم ان د خپلو ناروا یرغلونو او تېریو لپاره څه ناڅه ظاهري پلمې او روایتونه جوړوي او نور خلک هم پرې قانع کوي. مقصد له مخامخ او بربنډ تجاوز نه څنګ کوي او د خپلو پټو اجیرانو یا دوستانو پرمټ خپل رقیب وهي او غچ ترې اخلي. لنډه دا کومې ستونزې چې د کرښې په اوږدو کې منځ ته راغلې دي، خامخاله سفارتی لارو هم بحث پرې کېدی شو او غالباً مثبتې نتیجې به یې هم ورکړې وي. خوله بده مرغه زیاتره دا ډول پرېکړې او کړنې یا تصادفي او یا د خپلسرۍ له کبله منځ ته راځي چې زیان یې هم یو په سله د ملت د اوږو بار شي. نو راځئ د اوس مهال لپاره په دغسې مواردو کې له پوره زغمه کار واخلو او خپله ټولو توجه او زورو ځواک د هېواد په ودانولو، بسیاکولو او له پردي احتیاجه خلاصولو کې مصرف کړو. همدا په  حقیقت کې د ګردو ستونزو یوازنی او منطقی ځواب دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *