افغانستان

له نـورسـتانـه ۲۵ زرو سـيلانـيانـو ليـدنه کــړې

‏د ‎نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال کوچني اختر د دغه ولایت له بېلابېلو تفریحي سیمو څخه شاوخوا ۲۵ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وایي، چې سږ کال پسرلي په رارسېدو او د کوچني اختر شپو او ورځو کې شاوخوا ۲۵ زره سيلانيانو د ‎ نورستان تفريحي سيمو څخه په ځانګړې ډول مرکزي، شرقي، او غربي نورستان مختلفو ولسوالیو له تفریحي سیمو ليدنه کړې، چې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله بې ساري
ده.
ورته مهال یو شمېر سیلانیان وایې، د نورستان هره دره د طبعیي ښکلاګانو څخه ډکه ده او یادو ساحو څخه په لیدنه کې خلکو ته پوره سکون حاصلېږي.
په همدې حال کې ځایي اوسېدونکي بیا وايي که عمومې سرک جوړ او سیلانیانو ته لا زیات سهولتونو رامنځته شي، نو راتلونکي کې به سیلانیانو شمېر څو چنده زیات
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *