افغانستاناقتصاد او رغونه

له هرات څخه د څه باندې ١٠٠ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولين وایي، چې تېر کال يې بېلابېلو هېوادونو ته د ١٠٢ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي
دي.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رئیس محمد یونس قاضي زاده باختر آژانس ته وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې یې د ١٠٢ میلیونو ډالرو په ارزښت ٧٦ زره ٣٨٨ ټنه بېلابېل توکي بهر ته صادر کړي دي.
قاضي زاده زياته کړه، چې دغه صادرات تر ډېره خلیج، اروپا، امريکا او ګاونډیو هېوادونو ته شوي دي.
نوموړی دغه شمېره د افغانستان د اقتصاد لپاره یو ښه زېرى بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *