افغانستان

له هر ډول تعصب پرته، باید ټول په ګډه د هېواد آبادولو هڅې وکړودفاع وزیر د تېرې ادارې له یو شمېر جنرالانو سره په کتنه کې:

مولوي محمد یعقوب مجاهد د تېرې ادارې له یو شمېر پخوانیو جنرالانو سره وکتل د ملي دفاع

مولوي محمد یعقوب مجاهد د تېرې ادارې له یو شمېر پخوانیو جنرالانو سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د مسلح قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نن د تېرې ادارې له یو شمېر پخوانیو جنرالانو او منسوبینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د ډګرجنرال افضل امان، ډګرجنرال محمد زمان احمدزی، تورن جنرال شعورګل، تورن جنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي په ګډون یو شمېر نورو جنرالانو او د قول اردو قومندانانو ګډون درلود.
مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغه کتنه کې وویل چې زموږ او ستاسو یوازېنۍ موخه په هېواد کې د ډاډمن امنیت رامنځته کول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال باید له هر ډول تعصب پرته ټول په ګډه د ودان افغانستان د جوړولو په موخه هڅې وکړو.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د یادو جنرالانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ژمنه يې ورسره وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *