افغانستان

له پاکستاني چارواکو اوسیاسي مشرانو سره دامیرخان متقی ليدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره وکتل.د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په دغه ناسته کې همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره بېلابیلې ناستې درلودې.
د یو بل خبر له مخی، د افغانستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو او مل پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
په ياده کتنه کې د اسلامي امارت په پرمختګونو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، سوداګريزو، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دې نژدېوالی راشي او په ازادانه توګه دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.
د يو بل خبر له مخې; د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې اسانتياوو او افغان کډوالو اړوند مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *