افغانستان

له پاکستان څخه زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې له پاکستان څخه زرګونه کورنۍ د کندهار له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مرستیال مولوي نقیب الله مومن آغا باخترآژانس ته وویل، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له پاکستان څخه کندهار ته ۱۰۶۸۴ کورنۍ راستنې شوي، چې د نغدو پیسو ترڅنګ له دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.
د يادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت له بریا څخه تر اوسه پورې د پاکستان او ایران څخه زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *