افغانستانراپورونه

له کابل ښار څخه سلګونه روږدي کسان راټول شول

شریعت: کورنیو چارو وزارت د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه پر نشه‌يي توکو یو شمېر روږدي کسان راټول کړي.

شریعت: کورنیو چارو وزارت د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه پر نشه‌يي توکو یو شمېر روږدي کسان راټول کړي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو له سرای شمالي، شهرنو او یو شمېر نورو سیمو څخه ۳۵۰ تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول او په کابل کې یې زر بستریز روغتون ته یې انتقال کړي دي. په راټولو شویو کسانو کې یوه بې سرپرسته مېرمن هم شامله ده چې د ښځینه وو روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوې ده. تر دې وړاندې هم له بېلابېلو ولایتونو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *