افغانستان

لوګر کې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېټه جوړه شوه

په لوګر کې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېټه جوړه او خپله لومړنۍ غوڼده یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د اطلاعاتو آمر امین الله صفا، د ولایت مقام، امنیې قومندانۍ، استخباراتو او څلورمې پلې لوا ویاندویانو هم شتون درلود ترسره کړه. د دې غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یادې کمېټې د موخو او صلاحیتونو پر تړاو هر اړخیز مالومات وړاندې او د غوڼدې له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه، چې له یادې کمېټې سره د اصولو مطابق د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې پوره همکاري او همغږي وکړي.همداراز د غوڼدې ګډونوالو په وار سره د یادې کمېټې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چې د دغې کمېټې له لارې به د رسنیو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو او همکاریو ډډه ونه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *